د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې یو کس اته تنه په موټر وژلي


د امریکا د نیویارک په ښار کې پولیس وایي چې یو کس هغه خلک چې پیاده روان و په موټر وهلي، اته تنه یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړیدي.‌

د نیویارک ښاروال ویلي چې دغه یوه "بزدلانه ترهگریز برید" وو. چارواکي وایي چې برید کونکی د ازبکستان تبع دی چې په ٢٠١٠ کال کې امریکا ته راغلی و. دغه حمله کونکی سیف الله حبیب الله ایوچ سائپوف نومیده.

د نیویارک د ښار پولیس وایي چې برید کوونکي زخمي دی او پولیسو نیولی دی.

پیښه د منهاټن په سیمه کې د یو ښوونځي سره نږدې شویده.

جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې مونږ باید د اسلامي دولت ډله چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې مو ورته ماتې ورکړیده، ته اجازه ورنکړو چې بیرته راشي او یا امریکا ته رادننه شي.

د لومړنیو رپورټونو سره سم عیني شاهدانو وویل چې د شپږ یا اوو ډزو اوریدو نه وروسته یې پولیس ولیدل چې یو کس یې په ګونډو کړی و.‌

ځینو نورو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې د برید کوونکي سره ټوپک هم په لاس کې و خو پولیسو وروسته تائید کړله چې ټوپک اصلي نه و.

XS
SM
MD
LG