د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د اف بي آی برطرف شوی رئیس دې توقیف شي


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د ایف بي آی پخوانی رئیس جېمز کومي چې اوس ېې نوی انتقادي کتاب لیکلی دی
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د ایف بي آی پخوانی رئیس جېمز کومي چې اوس ېې نوی انتقادي کتاب لیکلی دی

د متحدو ایالاتو جمهوررئیس دیکشبنی په ورځ ادعا وکړله چې د ایف بي آی پخوانی رئیس دې توقیف شي. ولسمشر ادعا کوي چې هغه محرم اسرار افشا کړیدي او کانگرس ته ېې درواغ ویلی دي.

په واشنگټن کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او دایف بي د پخوانی رئیس جمیز کومی ترمنځ یوبل ته سختی ستغې سپورې خبرې پیل شوې دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ تیرکال هغه له وظیفی نه برطرف کړ.رپوټ وايي جیمز کومي د خپل کتاب له راوتلو نه مخکې له ولسمشر ټرمپ سره د خپل جنجالي وخت په اړه، او د هیلري کلنټن د ایمیلونو د تحقیقاتو په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.

د جېمزکومي نوی کتاب " لوړه وفاداري" ( Higher Loyalty
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

ولسمشرډانلډ ټرمپ د جیمز کومي خلاف په یوه ټویټ کې خپل شخصی آحساسات څرگندکړل اوهغهېې په تاریخ کې دایف بي آی بې کفایته او ناوړه رئیس بللی دی. ولسمشر وايی پردې سر بیره هغه یوڅهاسرار هم برالا کړی دي.

خو جیمز کومی هم د هغه پرخلاف خبرې پیل کړي دي. ".. زه نپوهېږم چې دامریکا اوسنی ولسمشر په ٢٠١٣کې په مسکوکې کې له فاحشوښځو سره یوځای شوی و ا وکه نه.

جېمزکومي په خپل نوي کتاب " لوړه وفادارۍ" ( Higher Loyalty ) کې د ولسمشر په اړه وايي چی نوموړی د برتانیی د یوه څېړونکي دهغه څیړنیز معلومات سره ډیر حساسیت لري چې د هېلري کلنټن دانتخاباتي ډلې له خوانه په ٢٠١٦ کېگمارل شوی و چی د ولسمشر په اړه معلومات راپېدا کړي. جیمز کومی وايي ډانلډ ټرمپ څو څو ځلې هغه ته ټینگار وکړ چې په دې اړهداسې گامونه پورته کړي چی دده په گټه وي. د سپینی ماڼۍ د رسنیو سکرتره ساره هکبي سنډرز وايي:

".. جیمز کومي بې اعتباره سړی دی او پکارده د ا یف بي مشري ېې تردې زیاتهنه وای کړې. د دې ولسمشر په اړه به ددوو ستر و شیانو له مخې قضاوت وشي: اول اقتصاد اوبل ملي امنیت.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ٢٠١٦ کال په آخر کې د ښاغليکومي ستاینه وکړله: هغه اقدام چې رئیس جیمز کومي وکړ، دهغه زړورتیا څرگندوي.

د ٢٠١٦ کال له انتخاباتونه دوه اونۍ مخکې د ایف بی آی رئېس جمیز کومی هغه تحقیقات بیا پیل کړل چې ددموکراتې کاندیدې هېلري کلنټن د ایمیلونو په اړه مخکې شوي وو.دهیلري کلنټن د محبوبیت کچه په سروې گانو کې له دې اقدام نه وروستهډېره ټیټه شوله.

خو جیمز کومي په دې ټینگار کوي چې ده هغه وخت سمه پریکړه وکړله. خو هغه دا مني چې دی هغه وختد ېوې داسېفرضېې تر اغېزې لاندې و چې گوندې هېلري کلنټن به وټاکل شي، خودا فرضیه بیا وروسته ناسمه ثابته شوله.

د ایف بي پخوانی رئیس جیمزکومي وايي: پکارده همداسی وای. زما دلیل داو چې هغه به منتخبه ولسمشره شي. که ما دا یمیلونو تحقیقات دامریکا له خلکو نه پټ ساتلي وایی ،نو کله چې انتخابات شوي وای نو سمدلاسه به غیرمشروع گڼل شوي وای.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او جیمز کومی ترمنځ په رسنیو کې یوبل ته ستغې سپورې خبرې په داسی حال کې روانې دي چې ددواړو گوندونو سناتوران هڅې کوې چې دهغو قانوني مسودو ملاتړوکړي چې خاص مفتش رابرت مولر د روسانو خلاف په تحقېقاتو کې خوندي وساتي. څو هغه د ولسمشر ټرمپ له خوانه له وظیفی نه برطرف نشي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه رپوټونه په ټینگه رد کړل چې وايي ولسمشر ټرمپ دیته لیوال دی چې خاص مفتش رابرت مولر برطرف کړی. ښاغلي ټرمپ داخبرونه هم نور جعلي خبرونه وبلل.

XS
SM
MD
LG