د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ خپل ولس ته د امریکا پر اقتصادي رشد خبرې کوي


ولسمشر د سویزرلنډ په ډاووس کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ
ولسمشر د سویزرلنډ په ډاووس کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ

د متحدو ایالاتو ولسمشر هرکال دکانگرس گډې غونډې ته وینا کوي. سږکال به هغه د راتلونکې سه شنبی په ورځ وینا وکړي. معمولا د کانگرس غړی او عام خلک غواړي په دې پوه شي چی په ٢٠١٨ کال کې د ولسمشر ترجیحات څه دي.

تیرکال ولسمشر ټرمپ د کانگرس گډې غونډې ته وینا وکړله، خو دغه وینا ملت ته د خطاب وینا په څېر و نه گڼل شوله، ځکه دهغه د ولسمشرۍ یوازې یوڅو اونۍ وتلې وې.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل "زه نن دلته تاسې ته زړه له کومې د یووالي او قوت پیغام درکوم". تمه ده چې ولسمشر به سږکال د امریکا د ځواکمن اقتصاد په اړه خبرې وکړي.

ملت ته دهر ولسمشر کلنۍ وینا دامریکا دود دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه"زموږ اقتصاد ښايي تر بل هروخت اوس ښه وي. د کارونو کچې ته وگورئ او دېته وگورئ چې نور هېوادونه دلته راروان دي. د ونډو مارکېټ هم تر بل هروخت لوړ دی".

خو تراوسه پورې داقتصاد ښه وضعیت له ولسمشر ټرمپ سره دامرسته نده کړې چې دهغه د محبوبیت کچه په عامو خلکو کې زیاته کړي. دموکراتان شکایت کوي چې هغه دخپلو ترجیحاتو په تړاو څرگند دریځ نلري.

په سناکې ددموکراتانو مشر سناتور چک شومر وویل "زموږ جمهوري غوښتونکي مشران نه غواړی چې په خپله خوښه پرمخ ولاړشي؛ هغوی له ولسمشر ټرمپ نه ویریږي، غواړي په دې پوه شي چې هغه څه کوي. خوهغه ورته نه وايي چې څه وکړي. معمولا ورته وايی تاسې ېې پخپله وکړئ. موږ فلج کېږو".

جمهوري غوښتونکی بلک ویل وايي په کانگرس کې کلنۍ وینا دولسمشر لپاره یو فرصت برابروي چې دعاموخلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

د مشرتابه دانستیتیوت غړی مورټن بلک ویل وايي" زه ډاډه یم چې سروې گانې به دجمهوري غوښتونکیو لپاره ښې شي. زه فکر کوم چې دولسمشر محبوبیت به زیات شي".

خو دموکرات جیم کیسلروايي چې ولسمشر ټرمپ له داختلاف نظر پر بنسټ له یوه ویشل شوي هېواد سره مخامخ دی. هغه وايي: دغه راز ویناگانې هغه ته یوڅه وخت ورکوي چې رایو ورکوونکیو ته ځان ور وپیژني، خو ډیرو رایو ورکوونکیو دهغه په اړه له همدا اوس نه پریکړه کړېده.

تحلیل کوونکی جان هوداک وايي د روسېې د لاسوهنې په اړه تحقیقات،دارپوټونه چې ولسمشر امرکړی و چې رابرت مولر تیرکال برطرف کړي، د استعفی کولو لپاره د هغه د سلاکار گواښ داټول به د کانگرس په انتخاباتوکې مهم عوا مل وي.

د بروکنگز انستیتیوت غړی جان هوداک وايي "دمولر د تحقیقاتو وریځې به ددې ادارې پرسر ترډیرو خت پورې ولاړې وي. راېې ورکوونکی به دهمدې پېښو په رڼا کې په ٢٠١٨ کې پرجمهوري غوښتونکي گوند قضاوت وکړي".

له اقتصاد نه پرته به نورو مسایلو لکه تجارت، کډوالي،شمالی کوریا، ایران اوافغانستان ته هم دوینا دبهرنۍ پالیسۍ په برخه کې اشاره وشي.

XS
SM
MD
LG