د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د مولر تحقیقات باید بالکل پیل شوي نه وای


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ په دیارلسمه د سپېنی ماڼۍ په جنوبي چمن کې په واشنگټن کې خبریالانو ته وینا کوي

د متحدو ایالاتو د لوی څارنوال دې اقدام چی د ایف بي آی پخوانی مرستیال اندرو مکیب ېې له وظیفې نه د جمعې په ورځ برطر ف کړ ډیر گڼ عکس العملونه را پارولي دي.

انډرو مکېب په داسې حال کې له وظیفی نه برطرف شو چې قانوني تقاعد ته ېې دوې ورځې پاتې وې. ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو څو ډیر توند ټویټونه د شنبی په ورځ وکړل. په یوه ټویټ کې هغه ولیکل:

"..د استازیو د خونې د استخباراتو کمېټی دانتیجه اخیستی ده چې د ټرمپ د انتخاباتي کمپین اوروسېې ترمنځ هېڅ ډول سازش ندی شوی، ډیرو ته اوس دا معلومېږی خوزښت ډیرشیان افشا شویدي، درواغ ویل شویدی او دایف بی ای په لوړه کچه کې اداری فساد موجودو. پکارده دناولو اوبو ډنډ پاک سي".

د انډرومکیب برطرفي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

په یوه ټویټ کې ولسمشر ټرمپ د مکېب برطرفي په امریکا کې ایف بې آی د کارگرو او ددموکراسۍ لپاره ستره ورځ وبلله.ولسمشر ټویټ وکړ:

".. له جعلی خبرونو نه علاوه، مکېب ونیول شو، او برطرف شو. څوسوه زره ډالره د هېلري کلنټن په واسطه د هغه د میرمنی انتخاباتی کمپین ته ورکړل شویدي. ټیرې ایم هم له تحقیقاتو سره مخامخ وه. نور څومره درواغ؟ څومره افشاگري؟ جیمز کومی په دې ټولو او نورو خبرو!

د ایف بي ای دې فیصلی چی د هېلری کنلټن خلاف ېې جنايي تحقیقات او اقدامات پیل نکړل ولسمشر ټرمپ ډیر په غوسه کړی و.

هغه په دې ټویټ کې داسی ولیکل: ".. د مولر تحقیقات باید بالکل پیل شوي نه وای؛ ځکه چې ساز ش نه و شوی ا ونه جرم نه و. داتحقیقات د جعلی فعالیتونو پربنا او د جعلی دوسېې پر بنا چې په غېرقانونی توگه هېلري کلنټن او ددموکرات گوند پېسې ورکړی وې.

د کانگرس یوشمېر غړیو او پخوانیو چارو اکیو د عدلېې دوزارت په دې اقدام چې انډرو مکېب ېې برطرف کړ تبصرې وکړلې. جان برنن د سی آی پخواني رئیس په ټوېټر کې پرولسمشر ټرمپ دانتقاد په ترڅ کې ولیکل:

".. ته کولې شې چې د ملامتۍ غږ پر مکېب وکړې، خو امریکا نشې بربادولی، امریکا به پرتا بریالۍ شي."

پرولسمشر ټرمپ دغه کلک انتقاد یو څو ساعته وروسته له هغه نه وشو چې دعدلېې وزیر جیف سېشنز د یوې ادعا له مخې مکېب په دې دلیل له وظیفې نه برطرف کړ چې یوه خبریال سره ېې د هېلري دکلنټن د ایمیلونو په باب خبرې کړې وې . د ولسمشر بش د وخت یو سیاسی سلاکار وايي:

".. هغه له دې امله برطرف شو چې داسی معلومات ېې خپور کړ چې هېلري کلنټن ته ېې ز یان ورساوه. د برطرفی د حکم اصلی عامل همدا دی. داماته معقوله نه ښکاري، خو ددې عمل ترشا ا نتقام دی.

د ایف بي آی پخوانی رئیس جیمز کومي داندرو مکیب د برطرف کیدلو په اړه داسی ټویټ وکړ: .. ښاغلی ولسمشر! دامریکا خلک به زما کیسه هم ډیره ژرواوري هغوی به خپله دا قضاوت وکړي چې څوک دروند او شریف دی او څوک ندی. "

جیمز کومی په بله میاشت کې د خپل کتاب په باب سفرپیل کوي.

د ویرجینیا د ایالت دکانگرس جمهوری غوښتونکی غړی وايي د مکېب اعمالو د ایف بې آی حیثیت او شهرت ته زیان رسولی و. د ایف بي آی درئیس پخوانی مرستیال کرېس سوېکر چې په ٢٠٠٦ کې تقاعد شو د فاکس په خبرې تلویزیون کې ېې وویل د مکېب د برطرفۍ حکم دتوجیه وړ دی ځکه چې په ایف بي آې کې ددرواغو ویلو لپاره هېڅ ځای اوتحمل نشته دی.

خو خاص مفتش رابرت مولر لا په خپلو تحقیقاتو لگیا دی چی ایا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتی کمپین او روسانو ترمنځ داسې کومې اړیکې شته دي او که نه چې عدالت ته ېې تاوان رسولی وي.

XS
SM
MD
LG