د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ حکومت سپوږمۍ او مریخ ته د سفر لپاره د ناسا بودیجه زیاتوي


د امریکا د متحده ایالتونو حکومت د امریکا کانګرس ته په لیږل شوې بودیجه کې د دې هیواد د نړیوالې فضایي تحقیقاتي ادارې (ناسا) په بودیجه کې د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال لپاره د ناسا په بودیجې کې د امریکا حکومت د ۲۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې چې ددې جملې نه ۱۲ میلیارد ډالر یواځې مریخ او سپوږمۍ ته د سفر لپاره ځانګړې شوي دي.

ددې پروژې لومړۍ مرحله د سپوږمۍ په سطحه کې ښکته کیدل دي چې ورته د آرتیمس نوم ورکړل شوی او ۳ میلیارده ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

ناسا ویلي چې سپوږمۍ ته د ستورمزلي یا فضانورد لیږل او هلته ښکته کیدو باندې به ۳۵ میلیارده ډالر ولگول شي.

سپینه ماڼۍ په دې تمه ده چې د آرتمیس ماموریت به په ۲۰۲۴ کال کې وشي، خو ناسا بیا ویلي چې ددغه کار لپاره ۲۰۲۸ کال غوره دی.

خو د ناسا بودیجي ته په کتلو، داسې ښکاري چې د ۲۰۲۴ کال پورې د آرتیمس ماموریت بشپړ شي. په دغه ماموریت کې به دوه امریکایي ستورمزلي چې یو یې سړی او بله یې میرمن ده سپوږمۍ ته سفر وکړي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشت کې سپوږمۍ ته د ناسا ماموریت منظور کړی و.

XS
SM
MD
LG