د لاس رسي وړ اتصالات

د دونالد ټرمپ د کار لمړنۍ سل ورځې


اکثره ارزونکي وايي د ټرمپ راتلونکي اقدامات نشي پیش بیني کولې
اکثره ارزونکي وايي د ټرمپ راتلونکي اقدامات نشي پیش بیني کولې

د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس په توګه د دونالد ټرمپ د بريا وروسته، داسی شکونه مطرح کیږي چې ټرمپ به څه کارونه وکړي او څوک به د هغه په حکومت کې نقش ولوبوي.

د امریکن پوهنتون استاده جینیفرلالیس یوه ارزونه کوي او د ټرمپ د حکومت او د څرګندو علامو پر أساس توقع څرګندوي چې د جمهور رئیس په حیث به ټرمپ د دندې په لمړنیو سلو ورځو کې څه ډول اقدامات وکړي. استاده لالیس وایي دا به ډانلدټرمپ ته ډیره اسانه وي چې د کانګرس سره ملګری شي، ددی ترڅنګ، اوس یو متحد جمهوري غوښتونکی حکومت رامنځ ته شوی او د کانګرس د استازو او سنا مجلسونه أراده لري چې د ټرمپ سره همکار اوسي، او هغه (ټرمپ) هم نیت لري چې د هغوئ سره کار وکړي.

جینیفرلالیس په ۲۰۰۶ کې د کانګرس کاندیده هم وه.
جینیفرلالیس په ۲۰۰۶ کې د کانګرس کاندیده هم وه.

استاده لالیس پدې باور ده چې دا کار په هغه صورت کې کیدی شي که د هغوئ ریشتیا هدف دا وي چې ټول هغه کارونه بیرته سرچپه کړي چې أوباما ترسره کړي او په حقیقت کې غواړي چې د هغه (اباما) اته کلنه سابقه خرابه کړي.

منتخب جمهور رئیس ټرمپ د ټاکنو په ورځ په میشیګن ایالت کې داسی څرګنده کړه چې مفسدو سیاستوالو پر متحده ایالاتو مشري کړې او همدا تری د آزادۍ ورځ ده. ټرمپ وویل مفسدو سیاستوالو او دهغوئ خاصو ګټو د اوږدې مودې لپاره په متحده ایالاتومشري کړې.

پروفیسوره لالیس وایي د ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د کمپاین شروع نه ځنی کسان په نظر کې لرل لکه د نیویارک پخوانی ښاروال رودي جولیاني او د کانګرس پخوانی رئیس نیوت ګینګریچ چې ډير امکان شته د ټرمپ د کابینې غړي شي. د هغې په باور رودي جولیاني به يي لوی څارنوال او نیوت ګینګریچ به يي د بهرنیو چارو وزیر وي. خو د فساد ختمیدو په اړه استاده لالیس وایي دا ډیره ګرانه ده چې سړی پوه شي په حکومت کې باید په څه ډول فساد ختم شي. څیړونکي فکر کوئ دا به حیروانکي وي که خلک په لمړنیو سلو ورځو کې د ډیرو تحقیقاتو پیلیدل ونه ګوري.

لالیس وایي ځنی داسی حقیقي مسایل شته چې ډانلدټرمپ یي د کانګرس په غیر کولی شي. مثلآ د چاپیرال ساتنې اداره له منځه وړی شي، دا تعدیلات رامنځ ته کولی شي چې په اصل کې د اوباماکئر په نوم صحي بیمه بدله یا يي ډیره برخه فسخه کړي.

دا هغه څه دي چې اکثریت پوهیږي کانګرس د منتخب جمهور رئیس ټرمپ سره پکې همکاري کوي.

ټرمپ د اکتوبر په ۱۹مه په لاس ویګس ښار کې ډير په زغرده وویل چې په هیواد کې یي ډیر بد خلک شته چې باید وشړل شي او دا ډول کسان به د امریکا وباسي او خپل سرحدونه به خوندي کړي.

په بل اړخ کې څیړونکي وایي بهرنۍ پالیسي هغه ماموریت دی چې ډانلډ پکې متنوع اختیارات لري او ټرمپ د کمپاین په وخت کې دا ټکي ذکر کړي چې داعش به له منځه وړي، د سوریایي مهاجرینو په اړه به د دقت نه کار اخلي او دا ډول جنجالونه به حل کړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG