د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي قطر دی د ټرورسټانو مرستې بندې کږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د جون ٩ قطر په داسې حال کې په لوړه کچه د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عربي هیوادونو د جنجال راکمولو کوښښ کوي.

ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل " قطر په تاریخي توګه د ترهګرو سره په ډیره لویه کچه مرستې کوي "

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چی "مونږ ْاړ وو چی فیصله وکړو. دا ډیره مشکله فیصله وه خو ضروري وه. مونږ به خامخا ترهګرو ته مالي مرستي بندوو. ما دا فیصله وکړه چې اوس وخت رارسیدلی دی چې مونږ د قطر نه وغواړو د ترهګرو سره مرستې بندې کړې."

ټرمپ زیاته کړه جې هغه په سعودي کې د نورو عربي هېوادونو د مشرانو سره په مشوره دغه بلان جوړ کړ.

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي دي چې سعودي ورته په دی هکله مخکې څه نه و یلې.

له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې ترکیې قطرته وړاندیز کړې دی چې په دغې مشکل وخت کې به د قطر ملګرتیا کوي او که قطر ْضرورت ولري نو پوځ به ورته هم واستوي.

په سېمې کې روانه اونۍ هغه وخت تشنج زیات شو چې سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره خپل دپلوماتیک روابط وشلول.

دغو هیوادونو په قطر تور لگولی دی چې په سیمې کې د ترهگرو ډلو یعني د اخوان المسلمین، القاعدې او حماس ملاتړ کوي. دوي زیاتوي چې قطر د دغو ترهگرو ډلو برسیره د ایران هم ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG