د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ حکومت د مهاجرینو د منلو کچه راټیټوي


جمهور رئیس ټرمپ په یو بل اجرایي فرمان کې امریکا ته د چاد، ونزویلا او د شمالي کوریا د وگړو راتگ بند کړی دی

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره په پام کې لري چې په ٢٠١٨ مالي کال کې د مهاجرینو د منلو کچه ۴٥ زرو تنو ته راټیټه کړي.

دا به د ١٩٨٠ میلادي کال راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د مهاجرینو د منلو تر ټولو ټیټه کچه وي.

تیر کال د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما حکومت د مهاجرو د منلو کچه ١١٠٠٠٠ زره تنه ټاکلې وه چې د مهاجرو د منلو پر پروگرام باندې د ښاغلي ټرمپ د ادارې د محدودیتونو د وضع کولو وروسته ددې شمیر یواځې نیمایي برخه یې منل شوي دي.

د ښاغلي ټرمپ د حکومت د وړاندیز له مخې په راتلونکي مالي کال کې به امریکا ١٩ زره افریقایي مهاجر، پنځه زره د اسیا د ختیځ، دوه زره د اروپا او مرکزي اسیا، ١٥٠٠ د لایتنې امریکا او کارابین د سیمې او ١٧٥٠٠ نور مهاجر د منځني ختیځ او جنوبي اسیا څخه ومني.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په هغه رپوټ کې چې کانگرس ته یې لیږلی ویلي دي د هغو خلکو شمیر چې امریکا ته له ننوتلو وروسته پناه غواړي د زیاتیدو په حال کې دی.

ددې رپوټ په بنسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې لومړیتوب د هغو کسانو د پناه غوښتنې دوسیو ته ورکول کیږي چې ددې هیواد دننه د پناه غوښتنې درخواستونه ورکوي.

د امریکا د کورني امینت وزارت چې د هیواد دننه او بهر د پناه غوښتنې د دوسیو مسؤلیت یې په غاړه دی همداشان ویلي دي چې ددې وزارت د منابعو یوه برخه د امریکا نه بهر د پناه غوښتونکو کارونو ته ځانگړې شوې ده.

وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ترمپ، د روان کال په جنورۍ کې د چارو واگې ترلاسه کړې یو اجرایي فرمان یې صادر کړ چې له مخې یې په امریکا کې په ٢٠١٧ کې د پناه غوښتونکو د منلو کچه ٥٠ زره کسانو ته راټیټه کړه.

جمهور رئیس ټرمپ په یو بل اجرایي فرمان کې چې د یکشنبې په ورځ یې لاس لیک کړ د چاد، ونزویلا او د شمالي کوریا د وگړو راتگ یې امریکا ته منع کړ.

XS
SM
MD
LG