امریکا کې پروازونه عادي شوي؛ چارواکو د هوايي چلند د سیستمونو د عصري کولو لپاره د بودیجې د منظورۍ ډاډ ورکړی

د متحدو ایالتونو د حکومت چارواکو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۶) ډاډ څرګند کړ چې کانګرس به د هېواد د هوايي چلند د کنټرول د سیستمونو د عصري کولو لپاره اضافي بودیجه منظور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې ورځې یوه پېښه په ټول هېواد کې د الوتکو د پروازونو د لغوه کېدو لامل شوه.

د امریکا په کچه پر الوتنو دغه عمومي بندیز شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ او هوايي شرکتونو نږدې ۹۰۰۰ الوتنې لغوه کړې. د شنبې او یکشنبې په ورځو هم زرګونه نورې الوتنې له دې کبله لغوه شوې چې هوايي شرکتونو هڅه کوله وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځوي. د دوشنبې په سهار هم له ۶۰۰ څخه زیاتې الوتنې لغوه شوې وې.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جمعې ورځې پېښه د یوې «ډېرې زړې وسيلې د زړه د حملې» په څېر وه.

هغه وویل: «زما په اند له دې پېښې څخه یو ښه شی دا راوتلی چې اوس به کانګرس په پوره یقین سره موږ ته د دې سیستم د رغولو لپاره پیسې راکړي.»

د ترانسپورت وزیر شان ډفي وویل، تمه لري چې د دوشنبې تر ناوخته به د هوايي چلند نظام په بشپړه توګه عادي حالت ته ستون شي.

هغه وویل چې ستونزه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو قراردادي شرکت د ارکنساس ایالت په یو مرکز کې په دې کار کاوه چې زاړه مسي مزي د فایبر په مزو بدل کړي. د هغه په وینا، د یو «راوټر» له فعالولو وروسته د معلوماتو جریان ټول سیستم تر فشار لاندې راوست.

د فدرالي هوايي چلند ادارې په وینا، دې پېښې د الوتکو د مخابراتي اړیکو او راداري معلوماتو په لېږد کې ګډوډي رامنځته کړه.

ډفي د دوشنبې په ورځ له سي این بي سي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې تخنیکي ډلې هغه وسایل څېړي چې د ستونزې اصلي سرچینه ګڼل کېږي، څو معلومه کړي چې په دقیق ډول څه غلط شوي دي.

هغه وویل چې د هوايي چلند په سکتور کې له تاریخي پلوه لږ پانګونه شوې ده او باور لري چې کانګرس به د کال تر پایه د عصري کولو پروژو ته د بودیجې ځانګړي کولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

کانګرس تېر کال د امریکا د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم د عصري کولو لپاره ۱۲.۵ میلیارده ډالره منظور کړي وو. د هوايي چلند فدرالي ادارې په وینا، دغه پروژې چې د مخابراتي لینونو بدلول، د نوو راډیوګانو او رادارونو نصبول او د کنټرول برجونو عصري کول پکې شامل دي، ټاکل شوې د ۲۰۲۸ کال تر پایه بشپړې شي.

ډفي د هغو قوانینو ملاتړ هم کړی چې د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم د لا پرمختګ لپاره به ۳۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي.

​
XS
SM
MD
LG