د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د جنین د سقط د شرایطو په سختولو د ټرمپ ټینگار


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا په څو ایالتونو کې د جنین د سقط کولو د سختو قوانینو د تصویب وروسته د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل ټویټر پدې اړه غبرگون ښودلی دی.

ښاغلي ټرمپ ددغو قوانینو د تصویب په اړه په څو ټویټونو کې لیکلي چې د ژوند د ژغورولو سخت پلوي دی او پدې هکله یواځې دری استثناوی په پام کې نیسي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي چې "د جنین سقط د جنسي تیري، د محارمو زنا او د مور د ژوند ژغولو په مواردو کې باید مجاز وي".

پدې وروستیو ورځو کې د الاباما، میزوري، کنتکي، میسیسیپي، اوهایو او جورجیا په ایالتونو کې د جنین د زړه د ضربان له اوریدولو وروسته د جنین په سقط کولو باندې بندیزونه تصویب شول. د جنین د زړه د ضربان غږ د امیندوارۍ په شپږمه اونۍ کې د اوریدلو وړ وي.

د اوسني قانون له مخې چې د ١٩٧٣ کال راهیسې نافذ دی د جنین سقط کول په ټوله امریکا کې قانوني دي.

د جنین پر سقط باندې د سختو شرایطو د لگولو پلویان کولای شي د امریکا د متحده ایالاتو سترې محکمې ته عرض وکړي او د قانون د بدلولو غوښتنه وکړي.

د امریکا په ستره قضایي مرجع کې د محافظه کارو قاضیانو شتون ته په پاملرنې دغه قانون ته بیا پاملرنه ممکنه ده او ددې امکان شته چې په متحده ایالاتو کې د جنین سقط کول منع شي.

XS
SM
MD
LG