د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ به د ایف بي آی د پخواني مشر د شاهدۍ مخه بنده نکړي


سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ( جون ٥ ) ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ملي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی پخواني مشر جیمز کومي کانگرس ته د شاهدۍ ورکولو نه منع نه کړي. د امریکا ولسمشر صلاحیت لري چې د هغه د شاهدۍ مخه بنده کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز خبریالانو ته وویل "د سنا داستخباراتي کمیټې د شفافه تحقیقاتو لپاره به د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی پخوانی مشر جیمز کومي د شاهدۍ ورکولو نه منع نه کړي."

د هغې نه وروسته چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی پخوانی مشر کومي د دندې نه لیرې کړ نو داسي رپورټونه خپاره شول چې جیمز کومي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین کونکو او د روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په هکله تحقیقات شروع کړي و.

جیمز کومي په خپل یاداښت کې اندیښنه څرگنده کړيده چې ټرمپ په هغه فشار اچوو چې د ټرمپ د کمپاین کونکو او د روسیې تر منځ د اړیکو تحقیقات دی نه کوي.


د امریکا ولسمشر دا صلاحیت لري چې د حکومت کارکونکي د معلوماتو د شریکولو نه منع کړي.

که چیرته ولسمشر ټرمپ د خپل اجرائیوي صلاحیت نه په استفادې د ایف بي آی پخوانی مشر کومي د معلوماتو شریکولو نه منع کړی وی، نو کیدی شي د هغې وروسته په خلکو کې داسي شکونه زیات شوی وی چې د ټرمپ اداره غواړي د ایف بي آی د روسیې په هکله د تحقیقاتو معلومات پټ وساتي.

داسي ویل کیږي چې جیمز کومي به کانگرس ته د ټرمپ سره د خپلو خبرو په هکله هم وغږیږي. په دغو خبرو کې ښاغلي ټرمپ په کومي فشار اچوو چې د ملي امنیت د مشاور مایک فلن په هکله دی تحقیقات نه کوي. ولسمشر ټرمپ مایک فلن د هغې نه وروسته د کار نه لیرې کړ چې هغه د روسي چارواکو سره د خپلو خبرو تفصیل په ډاگه نکړ.

دا لمړنې ځل دی چې جبمز کومي به د برطرفۍ نه وروسته د سنا استخباراتي کمیټې ته شاهدي ورکوي.

XS
SM
MD
LG