د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په یو ناڅاپې سفر عراق ته تللی


د امریکا ولسمشر ټرمپ او میرمن یې عراق ته په یو نااعلان شوي سفر تللي دي چې هلته د خپلو عسکرو سره ملاقات وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن میلانیا ټرمپ عراق ته په یو نا اعلان شوي سفر رسیدلي دي.

ولسمشر ټرمپ پداسې وخت کې دا سفر کوي چې په امریکا کې فیډرالي حکومت تړل شویدی.

ولسمشر ټرمپ په عراق کې امریکایي عسکرو ته په وینا کې د گاونډي ملک سوریې نه د عسکرو را ایستلو د پریکړې دفاع کړیده. ټرمپ وویل د امریکایي عسکرو د ترهگرې ډلې (داعش) ضد د کامیابیو وروسته اوس دغه ٢٠٠٠ امریکایي عسکر بیرته خپل وطن ته تللی شي.

ټرمپ وویل "دا ما د لمړۍ ورځ نه په ډاگه ویل چې زمونږ هدف د اسلامي دولت د ډلې ماتول دي. مونږ اته کاله مخکې سوریې ته تللي یو او مونږ ترې بیا بیرته نه یو وتلي. اوس مونږ صحيح کار کوو او دا ختموو."

د یادونې وړ ده ولسمشر ټرمپ د عراق د گاونډي ملک سوریې نه د خپلو عسکرو د بیرته ایستلو اعلان کړیدی چې دغې پریکړې په ملک کې دننه او د باندې بحثونه پارولي دي.

د ولسمشر ټرمپ د اعلان نه وروسته د دفاع وزیر جیم میټس د خپلې دندې نه استعفی وکړه او ویې ویل چې ټرمپ دې هغه کس په دې دندې وگماري چې هغه ورسره موافق وي.

XS
SM
MD
LG