د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او مودي د افغانستان بې ثباتۍ اندیښمن کړي


دواړو مشرانو په افغانستان کې پر ګډو هلوځلو ټینګار وکړ
دواړو مشرانو په افغانستان کې پر ګډو هلوځلو ټینګار وکړ

امریکايي‌ ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د هند صدراعظم نه مننه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د ثبات ټینګولو او پرمختیا په برخه کې يې رغنده ونډه لرلې ده.

ولسمشر ټرمپ او هندي‌ صدراعظم نریندرا مودي د نورو مسایل تر څنګ د افغانستان په اړه هم وغږیدل.‌ سپیني مانۍ په یوه بیان کې وویل چې امریکا او هند په افغانستان کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ له اړخه اندیښنه لري.

له ښاغلي‌ ټرمپ سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د هند صدراعظم وویل "زمونږ د دواړو هدف یو دی او هغه دا دی چې خپله ټولنه د ټرورزم نه خوندي وساتو."

مودي وویل چې ترهگري د نړۍ یو لوی مشکل دی او د هغې د ختمولو لپاره به همکارې زیاتوو. هغه وویل چې نن مونږ دواړو ملکونو د اړیکو په هر اړخ خبرې وکړې.

ښاغلي مودي د افغانستان په برخه کې همکاري د سیمې د سولې لپاره مهمه وبلله او په افغانستان کې یې امنیتي وضعه د اندیښنې وړ وبلله.

د هند صدراعظم وویل "په افغانستان کې د ترهگرۍ زیاتیدل زمونږ لپاره د اندیښنې وړ ده".

ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې د ترهگرو د پناهځایونو په هکله وویل "مونږ به د ترهگرو د پناهځایونه ختمولو په برخه کې زیاته همکاري کوو او د دی لپاره به د یوبل سره استخباراتي معلومات شریکوو."

ښاغلي دا هم وویل چې د افغانستان سولې او امنیت ته ژمن دی. هغه وویل "امریکا او هند دواړو د افغانستان د بیا رغونې او د امنیت په ټینگولو کې مهم رول لوبولې دی. د سولې د ترلاسه کولو لپاره مونږ به د امریکا سره نږدې مشورې او کار کوو. او دا په ټولې سیمې کې د سولې لپاره د ستراتیجکې همکارۍ یوه برخه ده."

ولسمشر ټرمپ وویل چې امریکا او هند یو مهم گډ هدف لري او هغه په نړۍ کې د ترهگرۍ ختمول دي. هغه زیاته کړه "د امنیت په برخه کې د دواړو هیوادونو همکاري ډیره مهمه ده، دواړه هیوادونه ترهگرو په نښه کړیدي او مونږ دیته ژمن یو چې ترهگر د بیخه ختم کړو. د ترهگرو سختدریځه ایډیالوژي او د اسلامي افراطيت ترهگر به ختمو."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG