د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو په سفر او راتګ بندیز او د اوو نورو هېوادونو په وګړو یې د ویزې محدودیت ولګول.
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ماښام د جون څلورمه د د یو فرمان په لاسلیک کولو سره دا بندیز اعلان کړ. امریکا ته د سفر د بندیزونو په دغه لست کې افغانستان، ایران او لس نور هېوادونه شامل دي.
ولسمشر ټرمپ په دې فرمان کې ویلي: «ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دی.»
افغانستان، ایران، برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر بندیز لګول شوی دی. دا بندیز به په دوشنبې (د جون په نهمه) د امریکا په وخت دولس بجې عملي شي.
په دې سربېره د اوو نورو هېوادونو بروندي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، تاګو، ترکمنستان او ونزویلا په خلکو باندې د ویزو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي، چې په کې د تجارت، سیاحت او تحصیل ویزې هم شاملې دي.
په دغه بندیز کې هغه کډوال او غیر کډوال شامل نه دي، چې د دغه فرمان تر نافذ کېدو مخکې یې ویزې اخیستې دي. همدغه راز د دایمي اقامي (ګرین ګارت) لرونکي، د افغانستان لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې لرونکي (SIV) او امریکا ته د نړیوالو سیالیو او نورو لوبو ته راتلونکي لوبغاړي هم په کې شامل نه دي.
ولسمشر ټرمپ په یوې خپرې شوې ویدیو کې د خپلې پرېکړې دلایل څرګند کړي او ویلي دي، چې دا پرېکړه یې د خپلې ملي امنیتي ډلې له ارزونې وروسته کړې.
هغه وویل: «د هغوی ارزونې د ملي امنیت د ګواښونو په ګډون، په لویه پیمانه د ترهګرو د موجودیت، د ویزې د امنیت په اړه په عدم همکارۍ، د راتلونکو خلکو د هویت په تائیدۍ کې په ناتوانۍ، د مجرمینو په اړه د ناکافي ثبتو شویو تاریخونو او د ویزې د ټاکل شوې مودې څخه د زیات وخت لپاره پاتې کېدو باندې متمرکزې دي.»
د ولسمشر ټرمپ په فرمان کې د افغانستان په اړه ویل شوي دي، چې د طالبانو حکومت «د پاسپورټونونو او مدني اسنادو د صدور لپاره یو وړ او همکار مرکزي ځواک (اداره) او د تفتیش او ارزونې مناسب اقدامات نه لري.»
د ایران په اړه یې ویلي دي چې هغه ځکه په دې بندیز کې شامل دی، چې د متحدو ایالتونو د ترهګرو د ملاتړو دولتونو په لست کې دی. په فرمان کې ویل شوي دي: «ایران په پرلپسې ډول د امنیتي خطرونو په پېژندلو کې د متحدو ایالتونو له حکومت سره په همکارۍ کې پاتې راغلی، په نړۍ کې د ترهګرۍ پام وړ سرچېنه ده او په تاریخي لحاظ په دې کې پاتې راغلي چې خپل شړل شوي اتباع بېرته ومني.»
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې همدغه راز د د امریکا د بولډر په ښار کې د برید یادونه وکړه، چې یو کس په کې په غزې د یرغمل شویو په اړه د خلکو د پام اړولو لپاره په جوړې شوې غونډې برید وکړ او «ازاد فلسطین» چیغې یې وهلې. بریدګر د مصر دی او د فدرال د نفرت په اساس په جرم باندې تورن شوی، چې څارنوالان یې «د یهودو ضد ترهګریز برید» بولي.
حکومت وايي چې دغه کس په ویزې باندې امریکا ته راغلی و او د ویزې دوخت له پوره کېدو وروسته بیا دلته پاتې شوی دی. مصر د دغو هېوادونو په لست کې نه دی شامل، خو ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مقاماتو ته لارښوونه کړې ده، چې د «مصر د ارزونې د تګلارې او طرزالعملونو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي، چې د هغوی د ارزونې او بیا کتنې توان تائید شي.»
فورم \ دبحث خونه