د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "د زبر ځیرکتیا ځواک" د جوړولو اعلان کړی دی.
"زبر ځیرکتیا" هغه اصطلاح ده چې د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د حکومتي ادارو لخوا د مصنوعي ځيرکتيا لپاره کارول کيږي.
ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۴مه] په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې یو پیغام خپور کړ او ویې لیکل: "د زبر ځیرکتیا ځواک دنده لري چې د فدرالي حکومت هڅې همغږي کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې امریکا په زبر ځیرکتیا کې د نړۍ مخکښه پاتې شي."
ولسمشر ټرمپ وویل چې د ډېرو خلکو په وینا، د "زبر ځیرکتیا" ښکارنده د صنعتي انقلاب او د انټرنیټ له اختراع څخه هم لویه ده او دا چې د زبر ځیرکتیا ځواک "به د ټولو امریکایانو ګټې خوندي کړي او د هغوی ژوند به ښه کړي."
د ډونالډ ټرمپ لخوا د "زبر ځیرکتیا ځواک" رامنځته کېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې ځینو څېړونکو د مصنوعي ځیرکتیا د چټکې ودې د تنظیم لپاره د قوانینو او مقرراتو د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي په یوې لسیزې کې د انسان ژوند ختم کړي.
یو شمېر جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو قانون جوړونکو هم د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې پدې برخه کې زیات اقدامات وکړي.
ولسمشر ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا لخوا بشریت ته د ګواښ پېښولو وېره "درواغ" بولي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر تېره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د لویو شرکتونو له اجرائیوي مشرانو او خاوندانو سره ولیدل او پای کې یې د دغو شرکتونو سره یو تړون لاسلیک کړ.
دا تړون له دغو شرکتونو غواړي چې د روزنې او کارولو په پړاوونو کې د زبر ځیرکتیا بېلګو د څارنې لپاره داخلي مقررات یا کړنلارې رامنځته کړي.
دا کنټرولي اقدامات د سایبري امنیت، چاپیریالي امنیت او کیمیاوي ګواښونو په څېر برخې تر پوښښ لاندې راولي څو ډاډ ترلاسه شي چې دا نمونې "په ناڅاپي توګه تخنیکي سیسټمونو ته نفوذ یا لاسرسی نه مومي."
ډونالډ ټرمپ د زبر ځیرکتیا ځواک د رامنځته کېدو په تړاو ویلي چې دا ځواک د کاروونکو سره د فدرالي حکومت د تعامل، مذهبي سازمانونو، د مصنوعي ځيرکتيا شرکتونو او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ مسؤليت هم لري.
فورم \ دبحث خونه