د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ټیکساز سیلاب ځپلو لپاره د ۷ ملیارده ډالر غوښتې


جمهور رئیس ټرمپ د هاروي توپان نه وروسته د بیارغونې د چارو لپاره د ۷ عشاریه ۸۵ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ نن یو ځل بیا د هیوسټن د ښار تر څنګ د لوزانیا ایالت ته ځي او په توپان کې د ژوندي پاتې شویو کسانو سره ګوري.

د امریکا د ټیکساز په ایالت کې د ژغورونکو ډلې لا هم په هغو کسانو پسې ګرځې چې ښایي د ښار په کومه څنډه کې ژوندي پاتې وي. پدې توپان کې لږ تر لږه ۳۹ تنه تر اوسه وژل شوي او د یو ملیون نه زیات خلک بې کوره شویدي.

د ښار په ځینو سیمو کې د سیلاب اوبه کمې شوي او خلک لګیا دي کورونو ته د اوښتي زیان په هکله معلومات راټولوي.

د هیوسټن په ښار کې چارواکي وایي چې پدې توپان کې یو لک شپږ پنځوس زره کورونو تبا شوي

XS
SM
MD
LG