د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: درواغجنې رسنۍ د خلکو سره دښمني کوي


"دا عبارت د پخواني شوروي اتحاد په تاریخ کې یو له تر ټولو جنجالي عبارتونو څخه دی."
"دا عبارت د پخواني شوروي اتحاد په تاریخ کې یو له تر ټولو جنجالي عبارتونو څخه دی."

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پرون په خپل ټویټر کې لیکي چې د امریکا جعلي خبري رسنۍ، د امریکا د ولس سره دوښمني کوي.

ښاغلي ترمپ تر دې مخکې په یو ټویټ کې نیویارک ټایمز، سي-ان-ان او ان-بي-سي دښمنان بللي وو، خو ورسته یې تصحیح کړی دی او اې-بې-سي او سي-بي-اس تلویزیوني شبکې یې هم پکې شاملې کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو له لارې د خبري رسنیو په وړاندې د جمهور رئیس ټرمپ وروستی شدید انتقاد وروسته له هغه وشو چې جمهور رئیس پرون د بوئینگ د شرکت په یوه غونډه کې د امریکا د جنوبي کارولاینا ایالت ته سفر وکړ.

جمهور رئیس ترمپ له هغه وروسته د اونۍ د رخصتیو لپاره فلوریډا ته تللی دی خو په واشنگټن کې رسنۍ د هغه د پنجشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې د خبریالانو سره په جنجالونو بحثونه کوي.

امریکا غږ د رسنۍ په اړوند د هغه د وروستي ټویټ په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون وغوښت، خو لا تر اوسه یې ځواب ندې تر لاسه کړي.

کله چې جمهور رئیس فلوریدا ته ورسید، ټولنیزې رسنۍ او خبري شبکې د جمهور رئیس د تویټ په هکله بحثونه پیل کړل چې پکې د امریکا معتبره خبري شبکې د امریکا دښمنان بلل شوي و، یو عبارت چې د لرغوني روم نه یې منشآ اخیستې او یوه پیړۍ وړاندې د روسیې له خوا د کمونستي انقلاب په مهال د ډیر قاطعیت او جذبې سره کارول کیدو.

د امریکا پخوانی دیپلومات تام مالنیوسکی په یوه تویټ کې لیکلي "زه د یو امریکایي ډیپلومات په توگه، د هغو کوچنیو ظالمانو په وړاندې مقاومت وکړ چې خبریالان د خلکو دښمن بولي."

د امریکا د پنسلوانیا پوهنتون څخه د روسیې او ختیځې اروپا د برخې پروفیسر میجل اورینستاین وایي "دا عبارت د پخواني شوروي اتحاد په تاریخ کې یو له تر ټولو جنجالي عبارتونو څخه دی."

که څه هم "د خلکو دښمن" عبارت ریښه لاتیني ده او د رومان د امپراطورۍ په مهال کارول شوې خو دغه عبارت په شلمې پیړۍ کې د پخواني شوروي اتحاد د دیکټاتور جوزف ستالین له خوا هغه مهال ډیر بدنام شو چې میلیونونه خلک یې ووژل.

په پخواني شوروي اتحاد کې "د خلکو دښمن" ضرور نه و چې جنایتکار اووسي خو دا عبارت اکثره هغه مهال کارول کیدو چې په یو کس د ټولنیزو ریښو په درلودو یا د انقلاب نه مخکې د یو شغل په لرولو بدنامه کړي.

دا ټاپه د یو لااعلاجه ناروغۍ په شان وه او داسې کس ته ویل کیدو چې د خلکو د دښمن دوست وي.

ښاغلي اروینستاین امریکا غږ ته وویل "اساساً دا عبارت د مرگ د حکم مانا یې درلود"

XS
SM
MD
LG