د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په پوځ کې د نرښځیانو په گمارلو بندیز ولگاوه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پوځ کې د نرښځیانو په گمارلو بندیز ولگاوه.

ولسمشر ټرمپ د یو اجراییه فرمان له مخې د امریکا په پوځ کې به نور نرښځیان نه گمارل کیږي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته یوه اعلامیه خپره کړي وه چې د دفاع او د ملي امنیت په سپارښتنه ولسمشر ټرمپ دا پریکړه کړیده چې نور به نرښځیان په پوځ کې کار نه کوي

دغه اعلامیه زیاتوي چې هغه کسان چې خپل جنس یې بدل کړی وي، هغوي په صحي توگه د دې وړ نه وي چې په پوځ کې خپله دنده په سمه توگه ترسره کړي.

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په وخت دا لوظ کړی و چې که ولسمشر شي نو په نرښځیانو به په پوځ کې بندیز لگوي.

د یادونې وړ ده چې د پخواني ولسمشر اوباما په وخت کې نرښځیانو ته اجازه ورکړی شوه چې په پوځ کې وگمارل شي.

د ولسمشر د دغې پریکړې په ضد د بشري حقونو فعالینو مبارزه پیل کړیده او ځینې د هغه مخالفه سیاستمداران هم په دغه پریکړې سخت انتقادونه کوي.

XS
SM
MD
LG