د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي دیپلوماتان: ټرمپ پر بایډن څېړنو ته پام ساته


له ډېر انتظار وروسته د امریکا د استازو مجلس وکیلان د ولسمشر ډانلډټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو په ترڅ کې له دوو دېپلوماتانو سره د چهارشنبې په ورځ [نوامبر ۱۳] علني استماعیه غونډه وکړه.

په غونډه کې دوو امریکايي دېپلوماتانو وویل چې ولسمشر ټرمپ علاقه لرله چې د اوکراین حکومت یې پر سیاسي سیال، جوبایډن تحقیقات وکړي.

په اوکراین کې د امریکا د سفارت شارژدفیر ویليم ټایلور او د بهرنیو چارو وزارت جګپوري چارواکي جورج کېنټ د استازو د مجلس وکیلانو ته وویل چې ټرمپ اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو د ورکولو پرځاي تر ډېره پر خپل سیاسي سیال جوبایډن او د هغه پر زوي هنټر بایډن تحقیقاتو ته توجه لرله.

شارژدفیر ټایلور وویل چې ظاهراً د اوکراین په اړه د امریکا په پالیسیو کې "دوه شبکې فعالې وې چې یوه یې منظمه او یوه یې زیاته نامنظمه وه."

د امریکا د استازو مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر له دېپلوماتانو پوښتنه وکړه چې آیا د ولسمشر لخوا د قدرت څخه "ناوړه استفاده د جمهوري ریاست له دفتر سره سازګاري لري؟"

ولسمشر ټرمپ د کمېټې بحثونو ته ارزښت ورنکړ ویې ویل چې غونډه کې د اوریدلو لپاره "څه نه وه".

په پام کې ده چې د استخباراتو کمېټه د راتلونکې اونۍ تر پایه له نهو نورو شاهدانو سره استماعیه مجالس ولري.

XS
SM
MD
LG