ټرمپ یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د کډوالۍ د قوانینو په پلي کولو کې د هغه د حکومت تګلارې ډېرې قوې دي او له هر ډول داسې هوکړې سره مخالفت کوي چې په امریکا کې ناقانونه مېشتو کډوالو ته د معافیت یا د قانوني کېدو ځانګړې لاره برابره کړي.

د ټرمپ څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم د دوشنبې په ورځ (نومبر نهه) وویل، سره له دې چې دیموکراتانو د کډوالۍ د سیاست په برخه کې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه کړې، خو دی له هر ډول داسې هوکړې سره سخت مخالفت لري چې ناقانونه کډوالو ته معافیت پکې شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د منځمهالو ټاکنو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي وو، چې ښايي د هغه حکومت د ناقانونه کډوالو په ایستلو کې تر یوې اندازې زیاته سختي کړې وي. نوموړي ویلي وو، هیله لري چې په نوي کانګرس کې له دیموکراتانو سره د کډوالۍ پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي.

خو ټرمپ د دوشنبې په ماښام وویل، د هغه د حکومت په سیاست کې بدلون نه دی راغلی او د حکومت تمرکز به د ده په وینا، د «تر ټولو بدو مجرمانو» پر ایستلو وي.

کډوالي له اوږدې مودې راهیسې په کانګرس کې یوه له پېچلو او لانجمنو موضوعاتو څخه ده. هر ډول هوکړه چې په امریکا کې له قانوني اسنادو پرته مېشتو کسانو ته د خپل استوګنځي د وضعیت د قانوني کولو لاره برابره کړي، د کډوالۍ مخالف منتقدین یې اکثره وخت معافیت بولي.

خو د کډوالو ملاتړي وايي، هغه کسان چې له کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند او کار کوي او کورنۍ یې جوړې کړې دي، باید فرصت ولري چې له پټېدو ووځي او خپل استوګنځای قانوني کړي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «زما په سیاست کې بدلون نه دی راغلی. هېڅ عمومي معافیت به نه وي... کله چې هغوی هېواد ته داخلېدل، له قانون څخه خبر وو.»

خو ټرمپ تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ په «۶۰ دقیقې» خپرونه کې ویلي وو، هغه ناقانونه کډوال چې په قتل یا د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي، باید له هېواده وایستل شي. نوموړي زیاته کړې وه چې له هغو کسانو سره مخالفت نه لري چې ښه چلند کوي، کار کوي او په ځینو مواردو کې مالیه هم ورکوي.

مولین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا له دیموکراتانو سره د همکارۍ لپاره د ټرمپ پر چمتووالي ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې تر اوسه یې له ولسمشر سره د منځمهالو ټاکنو وروسته د کډوالۍ په سیاست کې د کوم مشخص بدلون په اړه خبرې نه دي کړې.

مولین واشنګټن ډي سي ته څیرمه په یوه کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، هغه په امریکا کې ناقانونه مېشتو کسانو ته د هر ډول معافیت سخت مخالف دی.

​
XS
SM
MD
LG