متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په چمن کې د ګډو رزمي سیالیو (MMA) ترسره کېدل "نه هېریدونکې" او "په زړه پورې" تجربه بللې ده. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په سپینې ماڼۍ کې یو مسلکي ورزشي پروګرام کېږي.`
ټرمپ د دوشنبې په ورځ، جون ۱۵، په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلی، "سپینه ماڼۍ هېڅکله دومره ښکلې نه وه ښکاره شوې. چاپېریال بې ساری و... دا زموږ د تاریخي سپینې ماڼۍ په تاریخ کې له تر ټولو په زړه پورې ورځو څخه یوه وه. "
د الټیمیټ فایټنګ چمپینشیپ یا UFC اووه سیالۍ د یکشنبې په ورځ، جون ۱۴، د سپینې ماڼۍ په چمن کې وشوې. دا د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنو یوه برخه وه، چې د ټرمپ د ادارې له لوري د اوړي د ورزشي پروګرامونو مهمه برخه ګڼل کېږي.
د سپینې ماڼۍ دغه بېساری ورزشي پروګرام د ولسمشر ټرمپ د ۸۰مې کلیزې له ورځې سره هممهاله و، او ګڼ شمېر مېلمنو او سیاستوالو پکې ګډون کړی و.
دغه سیالۍ څو ساعته وروسته له هغې ترسره شوې چې ولسمشر ټرمپ او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د هوکړې اعلان وکړ.
د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ شخړه په امریکا کې د مصرفي توکو بیې لوړې کړې وې، چې د راپورونو له مخې په دریو کلونو کې ساری نه و لیدل شوی.
د سپینې ماڼۍ په چمن کې د UFC سیالیو ترسره کېدل د امریکا په سیاسي او ورزشي تاریخ کې یو بېساری ګام بلل کېږي، ځکه تر دې وړاندې هېڅ مسلکي ورزشي سیالي د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې نه وه ترسره شوې.
فورم \ دبحث خونه