د لاس رسي وړ اتصالات

د غبرګونونو سره سره، ټرمپ له شي سره خبرې 'ډیرې ګټورې' بللي

په داسې حال کې چې د روانې اوونۍ په ترځ کې واشنګټن ته د چین د ولسمشر شي جن پینګ سفر د امریکا د حکومت او نورو له خوا ستایل شوی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له شي سره د هغه لیدنه "ډېره ګټوره" وه. بلخوا دې سفر ته د قانون جوړونکو، شنونکو او لاریون کوونکو له خوا بیلابیل غبرګونونه څرګند شوي دي.

د مونټانا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور سټیو ډینز د پنجشنبې په ورځ په ایکس حساب کې ولیکل چې "امریکا او چین د نړۍ دوه تر ټولو لوی اقتصادونه دي او دا خورا مهمه ده چې امریکایي بزګران د چین بازار ته لاسرسی ولري."

په هماغه ورځ په یوه بله پوسټ کې، نوموړي ولیکل چې هغه "د ولسمشر ټرمپ او شي جن پینګ ترمنځ د دې کچې ښکېلتیا ته هیله من شوی دی."

د الاسکا څخه جمهوري غوښتونکي سناتورې لیزا مورکووسکي د شي د هرکلي مراسمو ته په اشارې د پنجشنبې په ورځ ان بي سي نیوز ته وویل، "ما په شخصي توګه د هغه د سرې غالیو استقبال ته وکتل او فکر مې وکړ چې دا یو څه له حده زیات و،"

د نیو هیمپشیر ډیموکراتې سناتورې او د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د ډیموکرات ګوند تر ټولو لوړپوړې غړې، جین شهین، د پنجشنبې په ورځ په ایکس حساب ولیکل: "موږ پوهیږو چې ایرانيان د هدف ټاکلو لپاره د چین او روسیې معلومات کاروي ترڅو د امریکا پر شتمنیو د بریدونو په برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي. دا د نه منلو وړ ده چې موږ د ولادیمیر پوتین او چین په وړاندې اقدام نه کوو چې د امریکایي نارینه وو او هڅو په وړاندې د هغوی د بریدونو مخه ونیسو. "

د ټکزاس ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور جان کورنین د جمعې په ورځ په ایکس کې د وال سټریټ ژورنال یو راپور ته په اشارې چې د " ایران د ګمرکونو معلومات ښیي چینایي بنسټونو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په جوړولو کې د کارېدونکو توکو په زرګونه بستې لیږلي دي."

په چین کې د امریکا سفیر ډیویډ پرډو د جمعې په ورځ سي این بی سي ته وویل چې واشنګټن څو اونۍ وړاندې بیجینګ ته ویلي و چې ایران ته هر ډول مرسته "په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده."پرډو زیاته کړه "ولسمشر ټرمپ دا خبره پرون یو ځل بیا په ډاګه کړه. "دا یوه روانه او پرله پسې خبره ده."

د جیوپولیټیکل فیوچر بنسټ ایښودونکي جورج فریډمن په لینکډن لیکلي چې واشنګټن او بیجینګ د "هرمز تنګي او له هغه هاخوا په منځني ختیځ کې د تیلو د بندښت" په پای ته رسولو کې ګډه علاقه لري. فرایډمن ولیکل، "په دې برخه کې، چین برتري لري. د شی جن پینګ سیاسي دریځ د ولسمشر ټرمپ په پرتله ډېر خوندي ښکاري، ان د لوړپوړو پوځي افسرانو د لوی شمېر له ګوښه کولو سره سره."

د ماساچوسټس ډيموکراتې سناتورې اليزابت وارن د چهارشنبې په ورځ په ايکس وليکل او ټينګار يې وکړ چې "چين بايد زموږ پر پرمختللې ټکنالوژۍ لاسرسی ونه لري."

د بشري حقونو اندیښنې هم مطرح شوې. د سه شنبې په ورځ، له غونډې وروسته د بریټانیا لومړي وزیر اندي برنم د هانګ کانګ د رسنیو د بډای بندي څیرې جیمي لای په اړه خبرې وکړې. د برنم دفتر اعلان کړی چې هغه د نوموړي د عاجلې آزادۍ مسله تکرار کړېډه.

لای یو بریټانوی تبعه دی چې سږ کال د پاڅون د تحریک په تور په ۲۰ کاله زندان محکوم شوی دی.

د بشري حقونو فعالان وایي چې لای د هانګ کانګ په دیموکراسۍ پلوي غورځنګ کې د ونډې له امله مجازات شوی دی. د لای کورنۍ د هغه حکم او شپږ کاله انفرادي حبس (د اعدام حکم) بللی دی.

د دل اویر ایالت دیموکرات سناتور کریس کونز د پنجشنبې په ورځ په ایکس حساب ولیکل چې هغه د سوداګر ایکپر اسات له خور سره یوځای له ټرمپ څخه غوښتي دي چې په خپله ماښامنۍ کې پر شي فشار راوړي."کلونه کیږي چې ما د اکپار اسات له ازادي څخه چې په ناحقه په چین کې زنداني دی، ملاتړ کړی دی."

اسات په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه پروګرام کې د ګډون پرمهال په چین کې ونیول شو او د تام لانتوس کنګرې د بشري حقونو د کمیسیون د راپور پر اساس، هغه وروسته د نژادي تبعیض او قومي نفرت په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی.

ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې له شي جن پینګ سره د بندیانو پر قضیو خبرې کړې دي. وروسته له هغه چې ټرمپ د بندي شوي پادري ازرا جین قضیه مطرح کړه، چینایي چارواکو هغه د بشري ملاحظاتو پر بنسټ خوشې کړ. د بروکینګز یو راپور وايي، چینایي چارواکو له بیجینګ څخه د ټرمپ د مې میاشتې له سفر وروسته یو امریکايي استاد هم په ناحقه بندي کړ.

له سپینې ماڼۍ بهر، د پنجشنبې په ورځ د شي جن پینګ پر وړاندې لاریونونه تقریباً پرله پسې روان وو. لاریون کوونکي د لافایټ پارک تر څنګ د یوې کټارې شاته راټول شوي وو، او په تبت، هانګ کانګ او د چین په سینکیانک سیمه کې یې د مذهبي خپلواکۍ او ډېرو ازادیو غوښتنه کوله، هغوی دا هم ویل چې چین دې له دې خپلواک ټاپو یعني تایوان څخه لرې پاتې شي.

د تبت د خپلواکۍ پلوو لاریون کوونکو هم د امریکا د کانګرس ودانۍ ته نږدې لاریون وکړ. شي په سینکیانک او هانګ کانګ کې د خپل سخت کنټرول او د تایوان په وړاندې د چینایي پوځ د مخ پر ودې ګواښونو له امله له نیوکو سره مخ دی، هغه وايي چې دا ټاپو باید د چین تر واک لاندې راشي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG