د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي کمرون ورسره ښه اړیکې نه غواړي


ښاغلي کمرون ویلي وو چې که دونالد ترمپ برتانیا ته راشي نو ټوله برتانیا به د ترمپ پر ضد متحده کړي.
ښاغلي کمرون ویلي وو چې که دونالد ترمپ برتانیا ته راشي نو ټوله برتانیا به د ترمپ پر ضد متحده کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید دونالد ترمپ ویلي دي چې د هغه او د برتانیا د صدراعظم دیوید کامرون ترمنځ اړیکې ښه نه بریښي.

وروسته له هغې چې ښاغلي ترمپ د امریکا متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په راتگ د موقت بندیز غوښتنه وکړه، د برتانیا صدراعظم د هغه دا کار "نفاق اچونکی او ناسم" وباله.

همداشان ښاغلي کمرون ویلي وو چې که دونالد ترمپ برتانیا ته راشي نو ټوله برتانیا به د ترمپ پر ضد متحده کړي.

ښاغلي ترمپ د برتانیا د "یو تلویزیون" سره په مرکه کې ویلي دي چې هیله من دی د ښاغلي کامرون سره ښه اړیکې ولري، خو دهغه په وینا د برتانیې صدراعظم دغه کار ته مایل نه دی.

د امریکا متحده ایالات د برتانیا نژدې متحد هیواد دی او په لندن او واشنگټن کې سیاسي مشران تل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځانگړو دوستانه اړیکو په اړه څرگندونې کړي او کوي.

تر اوسه د برتانیا صدراعظم نه دی حاضر شوی چې د ښاغلي ترمپ په هکله خپله خبره بیرته واخلي، خو هغه د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې ترمپ د جمهوري غوښتونکي گوند د مقدماتي انتخاباتو په سخت پړاو کې د بریالیتوب په خاطر د درناوي وړ دی.

د لندن د ښاروالۍ په ټاکنو کې د یو مسلمان د بریالیتوب وروسته ښاغلي ترمپ نوي ښاروال صادق خان ته په چارو کې بریالیتوب هیله وکړه خو د ښاغلي خان انتقاد یې چې ترمپ یې له اسلام څخه یو بې خبره شخص گڼلی و ځانته توهین وباله.

ښاغلي ترمپ وویل "هغه ما نه پیژني، هیڅکله یې له ما سره نه دي لیدلي او پوره نه پیژني. فکر کوم چې د هغه وینا له گستاخۍ ډکه وه. باید ووایم چې د هغه خبرې به هېرې نه کړم. د هغه خبرې ډیرې بې خونده دي."

ښاغلي ترمپ د لندن د ښارولۍ په انتخاباتو کې د ښاغلي خان له بریالیتوب وروسته نیویارک ټایمز ورځپانې ته وویل چې ښاغلي خان ته به په استثنایي توگه امریکا ته د راتگ اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG