د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: زما مدافع وکیلانو ثابته کړه چې د ډموکراټانو دعوا بې اساسه ده


د سپینې ماڼۍ وکیلانو د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې دفاع پیل کړې ده.
د سپینې ماڼۍ وکیلانو د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې دفاع پیل کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (جنوري ٢٦) ادعا وکړه چې د ډموکراټانو له خوا د هغه په وړاندې د مواخذې قضیه چې هدف یې له دندې څخه د ولسمشر گوښه کیدل و، په بشپړ ډول گټلې ده

ولسمشر ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه چې مدافع وکیلانو یې د سنا په محاکمې کې د هغه دفاع وکړه په تویټر ولیکل چې "د مواخذې جعلي قضیه په انتخاباتو کې داسې مداخله ده چې مخکې یې ساری ندی لیدل شوی"


ولسمشر ټرمپ په تویتر کې د مواخذې قضیې مشر څارنوال او د کانگرس غړی ادم شیف د یو "مفسده سیاستوال" په توگه یاد کړی. ښاغلي ټرمپ لیکلي "هغه ښایي ناروغ وي او هغه څه یې لا تراوسه ندي جبران کړي چې زمونږ پر هیواد یې وکړل."


د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سیپولون ویلي، که د سنا مجلس د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ محکوم او له دندې لرې کړي، دا به 'په بشپړه توګه له واکه بې مسئولیته ناوړه ګټه اخیستنه وي'.

ښاغلي سیپولون د سناتورانو یوې غونډې ته وویل، ډموکراټانو تاسو نه د داسې کار غوښتنه کړې چې د سنا مجلس یا د سنا په چارو کې ساری نه لري.

د امریکا د استازو مجلس، چې ډېری غړي یې ډیموکراټان دي، تېره میاشت ډانلډ ټرمپ استیضاح کړ.

د سپنیې ماڼۍ حقوقي مشاورینو د شنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د دفاعیې په لومړۍ ورځ له بیلابیلو جبهو برید وکړ او په اول سر کې یې د مواخذې قضیه بې اساسه وبلله.

د سپنیې ماڼۍ د سلاکارانو ډله ادعا کوي چې ولسمشر د پریکړې پراخ صلاحیتونه لري او په بهرنۍ تگلاره کې د هغه د پریکړو سره مخالفت یا مشوره اخیستل جرم نه گڼل کیږي.

د ولسمشر ترمپ مدافع وکیلانو د ډموکراټ گوند لخوا پر ټاکل شویو وکیلانو نیوکه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ پر نیت یې شک کړی دی.

دموکراتان وایي د هغه شهادت په واسطه چې جمهوري غوښتونکو یې تر اوسه مخه ډب کړې، ستونزه ډیر په اسانه حل کیدای شي.

ډموکراټان د ولسمشر ترمپ د پخواني جگپوړي سلاکار، سفیر جان بولټن او د سپینې ماڼۍ د دفتر سرپرست مشر مک مولویني په گډون د یو شمیر پخوانیو او اوسنیو اداري چارواکو شهادت غواړي. مولویني تیر کال خبریالانو ته ویلي و چې اوکراین باندې مرستې د ولسمشر ترمپ په غوښتنې ځنډول شوې وې.

د ټرمپ د دفاع یوازې دوه ساعته څرګندونې د ډموکراټانو د استدلال د ورځو په پرتله په جمهوري غوښتونکو ډیره اغیز کړې ده.


ټاکل شوې چې د سپنیې ماڼۍ سلاکاران به سبا دوشنبې به د ولسمشر ترمپ محاکمه کې د هغه دفاع بیا پیل کړي.

XS
SM
MD
LG