د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کانگرس پر غیر سپین پوستو وکیلانو بیا لفظي برید وکړ


ټرمپ د کانگرس پر غیر سپین پوستو وکیلانو باندې بیا لفظي برید وکړ

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جولای ١٥) یو ځل بیا د امریکا د کانگرس پر څلورو دموکراتو غړو باندې لفظي برید وکړ.

ښاغلي ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل "کله به د کانگرس کیڼ اړخه سخت دریځې ښځې زمونږ له هیواد، د اسرائیل له خلکو او حتی د جمهور رئیس له دفتر نه د احمقانه خبرو او د وحشتناکو څرګندونو په اړه بخښنه وغواړي."

اکثره دموکرات مشران د ولسمشر ټرمپ ټویټونه دموکراتو استازیو په اړه د نژادی تبعیض برید بولي. دا مسله له هغو چاپو وهلو نه را پېدا شوله چې د یکشنبی په ورځ د امریکا نهو سترو ښارونو لکه نیویارک، شیکاگو او لاس انجلس کې وشوې.

پر کډوالو چاپې وهل شوې

د امریکا په نهو ښارونو کې د مهاجرینو د نیولو لپاره چاپې ووهل شوې. چارواکیو په دغو ښارونو کې تقریبا ٢٠٠٠ کډوال چې د اخراجولو امر ېې صادرشویدی، راټول کړي وو.

په دې برخه کې خلکو، چارواکیو، د کانگریس غړیو، د ولسمشر ټرمپ پلویانو او نقادانو کلک عکس العملونه څرگند کړیدي.

هغو چارواکیو هم عکس العمل څرگند کړیدی چی د مهاجرت د مسلی په اړه د ولسمشر ټرمپ د ادارې له دغه ډول اجراآتو سره مخالف دي.

د سانفرانسیسکو ښاروالې لنډن برید وایي "دا ښار به د مهاجرینو لپاره د پناه ځای په توگه پاتې وي"، هغه په دې توگه د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره مخالفت وکړ.

په نیویارک کې مظاهره وشوله او یوې گډونوالی وویل پر کډوالو دا ډول چاپې وهل په ټولنه کې ویره خپروی اوخلک داسی احساس کوی چی که له کوره وځي نو خوندي به نه وی.

په واشنگټن کې د کانگرس یوې غړې الیگزاندریه اوکاسیو کورتیز وویل ضرور نده چی داسی پالیسي گانې ولرو چی بیگناه ښځې او کورنی پکې توقیف شي. دغو خلکو چاته زیان ندی رسولی بلکه په قانونی توگه په امریکا کې پناه غواړي.

د ولسمشرټرمپ پلویان وايی پکار ده کانگرس هغه لارې او خلاوې بندې کړي چی له هغو نه په غیرقانونی توگه باندې گټه اخیستل کېږی. انتقاد کوونکي وایي د مهاجرت نظام ناقص اونیمگړی دی؛ پکار ده ترمیم شی او اصلاحات پکې راوستل شي.

دموکراتانو د ولسمشر څرگندونې له تبغیض نه ډکې بللي، خو جمهوری غوښتونکی چوپه خوله پاتی دي

XS
SM
MD
LG