د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د برجام په نوم د ایران سره لاسلیک شوی تړون تر ټولو بده او خطرناکه معامله وه.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۵مه] په مېشیګن ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دی اوس ډاډ ترلاسه کوي چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو خاوند نه شي.
د ایران اټومي سند چې د عمل د جامع مشترک پلان (JCPOA) او برجام په نومونو هم یادېږي هغه هوکړه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، متحدو ایالتونو، برېټانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ترمنځ لاسلیک شو.
ددې تړون موخه چې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د جمهوري ریاست پر مهال لاسلیک شو، د ایران د اټومي پروګرام محدودول او په مقابل کې د تهران پر وړاندې د بندیزویو نرمول ښودل شوي وو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ کاري دورې کې په ۲۰۱۸ کال کې د ایران اټومي تړون فسخه کړ او پر تهران یې بیا بندیزونه ولګول.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په مېشیګن کې خپلو پلویانو ته د ایران د تړون د فسخه کولو په تړاو وویل: "ما د بارک حسین اوباما [د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر] د ایران اټومي تړون یا هغه اټومي هوکړه چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي لپاره مسیر برابروو، پای ته ورساوه. دا تر ټولو بده او تر ټولو خطرناکه معامله وه چې ما کله هم لیدلې ده."
اوباما د شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴مه] په اوهایو کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال د ایران سره د اټومي تړون د لاسلیکولو څخه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې د تړون اصلي موخه دا وه چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی وشي.
اوباما زیاته کړه: "ایران اټومي وسلې نه لرلې ځکه ما یو داسې تړون جوړ کړی و چې هرچا منلی و او دوی [ایران] یې د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړي وو".
د مېشیګن په غونډه کې ټرمپ وویل چې امریکايي پوځیانو د "نیمې شپې څټک" عملیاتو او د "حماسي غضب" عملیاتو په لړ کې د ایران د یورانيمو د بډاینې وړتیا له منځه وړې ده.
ټرمپ زیاته کړه: "موږ هغوی [ایران] ته له پوځي، مالي او نورو اړخونو ماتې ورکړه."
ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې واشنګتن به اوس دا ډاډ ترلاسه کوي چې ایران به "هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د جګړې د پای ته رسولو په تړاو وویل: "تاسو به وګورئ چې دا به ژر، په یو یا بل ډول پای ته ورسېږي."
فورم \ دبحث خونه