د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د حکومت د دفاع وزیر په پنټاګان حقوقي دعوا کړې


مارک اسپر تقریباً اتلس میاشتې د امریکا د دفاع وزیر و.
مارک اسپر تقریباً اتلس میاشتې د امریکا د دفاع وزیر و.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر مارک اسپر یکشنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) د واشنګټن ډي سي په یوې محکمې کې په پنټاګان حقوقي دعوا کړې.

ښاغلي اسپر مدعي دی چې پنټاګان په "نامناسبه" توګه داسې معلومات چې هغه یې غواړي خپل د خاطرو په کتاب کې ولیکي، نه ورکوي.

په حقوقي دعوې کې ویل شوي چې د ښاغلي اسپر د خاطرو کتاب "یوه سپیڅلې لوړه" نومیږي. په کتاب کې د مارک اسپر د هغه وخت خاطرې دې چې دی د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۱۹ پورې د پوځ وزیر او اتلس میاشتې د مخکنې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د دفاع وزیر و.

مارک اسپر پداسې وخت کې د متحده ایالاتو د دفات وزیر و چې له یوې خوا په هیواد کې دننه داسې مدني نارامي وي چې ساری نلري. له بلې خوا د کرونا وبا د خپریدو له کبله د عامې روغتیا بحران هم و. د امریکا نه بهر هم خطرونه مخ په ډیریدو و او په سپینه ماڼۍ کې داسې حکومت و چې ظاهراً د اساسي قانون نه یې تیښته درلوده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند مارک کربي ویلي چې د مخکني دفاع وزیر په حقوقي دعوې خبر دی.

ښاغلي کربي وویل، " لکه د ټولو ارزیابیو په شان، وزارت دا مکلفیت جدي بولي چې د یو لیکوال د بیان غوښتنه د ملي امنیت سره موازینه کړي".

ویاند په یوې اعلامې کې ویلي، "دا چې موضوع د حقوقي دعوې برخه ده، مونږ د نورې تبصرې نه ډډه کوو".

XS
SM
MD
LG