د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا د پوځ د مهماتو د کمښت راپورونه رد کړل

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکايي رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمې کمې شوې دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونه د مهماتو سترې زېرمې لري او په عین وخت کې د مهماتو د بېلابېلو ډولونو تولید او ځواکونو ته یې د اکمالاتو بهیر جاري ساتي.

د سي این این خبري شبکې په دې وروستیو کې د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې لوړپوړو پوځي قوماندانانو د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د مهماتو زېرمې "په خطرناکه کچه" کمې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د محرمو معلوماتو افشا کول "خیانت" دی، او د هغه په وینا، کوم کسان چې دا معلومات یې افشا کړي، تر تعقیب لاندې دي او حکومت به د هغوی لپاره د اوږدمهاله بند سزاوې وغواړي.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه ویلي چې د دفاعي صنایعو شرکتونه د امریکا په تاریخ کې د تولیدي فابریکو او تاسیساتو ډیره برخه جوړوي.

تر دې وړاندې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسیت هم د سي این این راپور رد کړی و.

سي این این د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې وه چې د ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د امریکا پوځ د "ټاډ" دفاعي سیستم نږدې ۸۰ سلنه مهمات او د "پیټریاټ" دفاعي سیستم شاوخوا نیمايي توغندي کارولي دي.

د راپور له مخې، د امریکا پوځ له ځمکې څخه هوا ته د دقیق لیرې واټن هدف ویشتونکي نږدې ټول مهمات کارولي او د "ټاماهاک" کروز د توغندیو زېرمې یې هم ډیرې کمې شوې دي.

دغه راپور دا هم ویلي و چې پر ایران د پراخ برید څخه د ولسمشر وروستۍ ډډه کول د مهماتو د زېرمو په اړه د اندېښنو، د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه د استخباراتي ارزونو، او د سیمې د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د ایران د احتمالي ګواښ له امله وو.

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د ایران او د سیمې د ځینو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان، په غوښتنه یې پر ایران له پراخ برید څخه ډډه کړې ترڅو ډیپلوماسۍ او د خبرو اترو له لارې د مسئلې حل او فصل کولو ته فرصت ورکړل شي.

خو ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې که دا هڅې نتیجه ورنکړي، ایران به داسې "سخت ګوزار" وخوري، چې د ټرمپ په خبره، "د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو ستر برید" به وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG