د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کوویډ۱۹ د مرستو او حکومتي لګښتونو طرحه امضا نکړه 


ولسمشر ټرمپ د امریکا دفاعي بودیجه هم رد کړې وه او هغه یې چین او روسیې ته ډالۍ بللې وه
ولسمشر ټرمپ د امریکا دفاعي بودیجه هم رد کړې وه او هغه یې چین او روسیې ته ډالۍ بللې وه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تر تېرې نیمايي شپې ډسمبر۲۷ (مرغومې۷) د کروناویروس د مرستو او حکومت د لګښتونو تصویب شوې طرحه توشیح نکړه.

په دغې طرحې کې د کرونا له وجهې بېکارو شویو خلکو سره د مرستو او د کورونو کرایې سربېره ځينې نورې مهمې مرستې هم شاملې دي. دا لایحه کانګرس منلې وه او د امضا لپاره یې ولسمشر ته استولې وه.

ولسمشر ټرمپ په ګانګرس د دغې طرحې له کبله انتقاد کړی و. ښاغلي ټرمپ په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: " زه یوازې غواړم چې خپلو خلکو ته د ۶۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ ډالر ورکړم او دا خبره په دغې لایحې کې وه،" او ما غوښتل چې د میلیونونو نورو ډالرو د لګښتونو مخه ونیسم.

د امریکا د کار وزارت د معلوماتو په اساس ښايي په دې سره ۱۴میلیون وزګار امریکایان د بیګارۍ له امتیازاتو بې برخې شي.

منتخب ولسمشر جوبایډن له برحال ولسشمر ټرمپ څخه غوښتي چې دا مصوبه امضا کړي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: " دا عدم مسولیت ویجاړوونکې پایلې لري... دا یوه جدي لایحه ده. باید امضا او په قانون بدله شي. "

دا د ۲.۳ تریلیون ډالرو لایحه ده چې ۸۹۲ میلیارد ډالر یې د کروناویروس مرستې بلل کیږي. ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې دا لایحه به ویتو کړي خو کله چې کانګرس کې لایحه منظوره شوه، هغه دا کار "شرم" وباله.

په کانګرس کې څو میاشتې په دغې لایحې بحثونه وشول. د دغې لایحې په اساس به هغو امریکایانو ته ۶۰۰ ډالر ورکول کیږي چې کلنی عاید یې تر ۵۷۰۰۰ ډالرو زیات وي. حکومت څو میاشتې مخکې په امریکا کې د هرې کورنۍ بالغ ته ۱۲۰۰ او ماشوم ته ۴۰۰ ډالر ورکړل.

که ولسمشر دا لایحه امضا نکړي ښايي د سه شنبې په ورځ د حکومت ځینې برخې وتړل شي. ټاکل شوې چې د کانګرس غړي د خپل نوي کال د رخصتۍ په منځ کې به د دوشنبې په ورځ کار ته راوګرځي او هڅه به وکړي چې د حکومت لګښتونه څو ورځې او یا څو نورې اونۍ وغځوي.

د استازو خونه به د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاعي پروګرامونو لپاره د ۷۴۰میلیارد ډالرو د طرحې په اړه د ولسمشر ټرمپ د ویتو ځنډولو په اړه هم رایه اچوي.

که د استازو خونې دا مسئله منظوره کړه، سنا به هم د سه شنبې په ورځ وختې په دې اړه رایه اچوي. د ولسمشر ټرمپ د ویتو ځنډولو لپاره د کانګرس دوه-دریمه برخه رایه په کار ده.

د امریکا په دفاعي بودیجې کې د نورو برخو تر څنګ د پوځ د منسوبینو د حقوقو درې سلنه زیاتوالی هم شامل دی. کانګرس د دغې بودیجې طرحه تصویب کړې ده خو ولسمشر ټرمپ رد کړه او وايي چې دا بودیجه چین او روسیې ته "تحفه" ده.

د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ ویتو یوه حیرانونکی بی احتیاطه عمل بللی چې په خبره یې د امریکا ځواکونه زیانمنوي.

XS
SM
MD
LG