د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ما هیڅ کله د روسیې دپاره کار ندی کړی


ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزیات ولې نه په ډاګه کوي، وویل چې ده داسې خبرې کړي لکه هر یو ولسمشر یې چې کوي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزیات ولې نه په ډاګه کوي، وویل چې ده داسې خبرې کړي لکه هر یو ولسمشر یې چې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې سره د اړیکو په اړه د واشنگټن پوست او نیویارک ټایمز ورځپاڼو نوي راپورونه چې گواکې هغه د روسیې استازیتوب کړی دی، رد کړي دي، خو د کانگرس دیموکرات غړي، غونډې ته د هغه ژباړنکي پر ورغوښتلو غور کوي چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ په خبرو کې موجود وه او ترجماني یې کړې وه.

دموکراتانو تیر کال هم هڅه کړې وه چې د ولسمشر ترمپ ترجمان کانگرس ته د پوښتنو لپاره ور وغواړي خو هغه مهال جمهوري غوښتونکي اکثریت و او دا غوښتنه یې رد کړې وه.

د کانگرس دموکرات غړي نن دوشنبې خپل یو قانوني اختیار باندې له سره غور کوي چې له مخې یې هغه ترجمان د شهادت لپاره کانگرس ته غواړي چې تیر کال یې د ولسمشر ترمپ او د روسي د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د خصوصي لیدنې ترجماني کړې وه.

د واشنگتن پوست ورځپاڼې د یو شمېر اوسنیو او پخوانيو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې ولسمشر ترمپ په ۲۰۱۷ کال په هامبورګ کې د ولسمشر پوتین سره د شویو خبرو جزئیات پټ ساتلي دي.

ولسمشر ترمپ فاکس نیوز ته په مرکه کې د ناسم کار کول رد کړي دي. ولسمشر ویلي "هیڅ داسې شی نشته چې زه یې پټ کړم. زه یې هم پروا کوم" .

خو د واشنگتن پوست په وینا ولسمشر ترمپ له خبرو وروسته د ژباړونکي نوټونه ترې اخیستي دي او هغه ته یې ویلي چې په دې غونډه کې د شویو بحثونو په اړه به نورو چارواکو ته څه نه وایي.

دموکراتان وایي د دې کار ځواب غواړي.

دموکرات سناتور دک دوربن وایي د پوتین او د ولسمشر ترمپ د نږدې ملگرتیا په اړه ډیرې پوښتنې راپورته کیږي.

خو د جمهوري غوښتونکي سناتور ستیف سکالیز په گډون د کانگرس او سنا مجلس جمهوري غوښتونکي غړي د ترمپ ملاتړ کوي او وایي "ولسمشر ترمپ د هر چا په پرتله ډیر د روسیې په وړاندې اقدام کړی دی."

د نیویارک ټایمز معتبره ورځپانې لیکلي؛ وروسته له دې چې ولسمشر ترمپ تیرکال د FBI مشر جمیز کومي له دندې گوښه کړ، دغې ادارې د جاسوسي ضد تحقیقات پیل کړ چې معلوم کړي ایا ولسمشر د روسیې په استازیتوب کار کړی که نه.

ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې په هلسنګي کې له پوتین سره د دوه په دوه غونډې په اړه هم ویلي وو چې له هغه سره یې ډېر ښه بحث درلود.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزیات ولې نه په ډاګه کوي، وویل چې ده داسې خبرې کړي لکه هر یو ولسمشر یې چې کوي.

د ده په وینا، موږ د اسرائیل او د دې هېواد د امن کولو او پر ډېرو نورو مسایلو خبرې وکړې او ده هېڅ شی پټ نه دی ساتلی.

د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له روسیې سره د ټرمپ اړیکې هغه موضوع ده چې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د جنایي تحقیقاتو په اصلي محور کې ده.

XS
SM
MD
LG