د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: طالبان له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه مختلف نظرونه لري


ټرمپ وايي یو شمېر طالبان غواړي امریکا افغانستان کې پات شي
ټرمپ وايي یو شمېر طالبان غواړي امریکا افغانستان کې پات شي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د طالبانو نظرونه متفاوت دي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۹) په خپل یو ټویټر کې په افغانستان کې د خپلې اوسنۍ تګلارې څخه دفاع وکړه.

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي: "... د دې ترڅنګ طالبان آن له افغانستان څخه زموږ د وتلو په اړه هم متفاوت نظرونه لري. هغوی زموږ په پاتې کېدو کې ډالر ګټي/ګټه کوي."

ښاغلي ټرمپ دا ټویټ د امریکا د والستریټ ژورنال د یوې مقالې په ځواب کې لیکلی دی. په مقالې کې په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ "د بې فکره پرېکړو" په اړه انتقاد شوی دی.

خو ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې امریکا ۱۹ کاله په افغانستان کې پاتې وه او د جګړې له اولو کلونو پرته هلته د ګټلو په فکر جګړه نه ده شوې. وايي اوس هلته د امریکايي ځواکونو شمېر هم مخ په کمېدو دی.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتېري لري او ویلي دي‌ چې د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره له تړون وروسته یې له هغه هېواد څخه د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وايي‌غواړي‌چې خپل عسکر بېرته هېواد ته راولي‌ د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

XS
SM
MD
LG