د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه د ایبولا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره په سفرونو محدودیتونه لګوي

د ټرمپ ادارې د امریکا متحده ایالاتو ته د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه د سفر نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه امریکايي اتباع او د امریکا ملي وګړي چې د خپل سفر تر نېټې مخکې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته تللي وي، د یوې ټاکلې مودې دپاره به اجازه ونه لري چې هیواد ته دننه شي.

په کانګو کې د امریکا سفارت ویلي، هغه کسان چې تازه یې دې هیواد ته سفر کړی وي،باید امریکا ته له ستنېدو مخکې ۲۱ ورځې د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت څخه بهر پاتې شي.

اداره وايي، د دې اقدام هدف دا دی چې امریکا ته د ایبولا د احتمالي پېښو د انتقال خطر کم کړي، ځکه چې دا ناروغي د کانګو په څو ولایتونو کې لا هم خپرېږي.

په کانګو کې د چارواکو د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، د ایبولا د تایید شویو پېښو شمېر له ۲۰۰۰ څخه اوښتی.

دا محدودیتونه د ټرمپ ادارې د هغې پراخې تګلارې برخه ده چې موخه یې د امریکا د پولو روغتیايي امنیت پیاوړی کول او د نړیوالو سفرونو له لارې هېواد ته د ساري ناروغیو د ننوتلو مخنیوی دی.

که څه هم چې د عامې روغتیا ځینو متخصصینو پر دې تګلارې نیوکې کړې دي، خو د ټرمپ ادارې د دغو محدودیتونو دفاع کړېده. دوي وایي چې دا یو احتیاطي اقدام دی، څو تر هغه چې د ایبولا وبا روانه وي، د امریکا د عامې روغتیا ساتنه یقیني شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG