د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا د طالبانو پر ضد د خپل ټول پوځي قدرت نه کار اخلي


جمهور رئیس ټرمپ امریکایي پوځیانو ته د وینا پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ امریکایي پوځیانو ته د وینا پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه کې د امریکا د پوځي ځواکونو پر بریالیتوب ټینگار وکړ.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ د کالیفورنیا ایالت د سان دیاگو ښار په یوه پوځي اډه کې وویل چې د امریکا پوځي قوماندانانو ته یې لازم صلاحیت ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپل ټول پوځي قدرت نه کار واخلي.

د امریکا جمهور رئیس وویل "د ټرمپ حکومت د ځواک له لارې د سولې پالیسۍ ته ژمن دی."

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو هوایي بریدونو ته په اشارې وویل "ما په افغانستان کې د امریکا میشتو پوځي قوماندانانو ته د امریکا په ټول پوځي تاقت صلاحیت ورکړی چې بریالي شي. د داعش د ماتې لپاره مقابله ددې سبب شوې چې تقریباً سل په سلو کې هغه خاورو چې دمخه په عراق او سوریې کې ددې ډلې تر واک لاندې وه، آزاده شي".

ښاغلي ټرمپ وویل چې د هغه د یو کلن حکومت په دوره کې امریکایي پوځیانو پر داعش باندې پراخ واورونه وکړل چې د امریکا پخواني حکومت په څو کلونو کې دې ډلې ته داسې ضربې نه وې ورکړې.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس د سه شنبې په ورځ کابل ته د سفر او د افغان مشرانو سره د کتنې پر وخت طالبانو ته د سولې د وړاندیز او د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر سره په کتنه کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف وویل " د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژۍ ماحول بدل کړی دی او دا موقع یې مساعده کړې چې د سولې پروسې ته لا زیاته توجه وشي. په همدې خاطر مونږ د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د هر اړخیزې سولې وړاندیز وکړ او پاکستان ته مو دولت د دولت سره مذاکراتو پیشنهاد وکړ".

XS
SM
MD
LG