د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د اسرائیل په راروانو ټاکنو کې د نتنیاهو څخه ملاتړ اعلان کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل په راروانو پارلماني ټاکنو کې د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ملاتړ کړی دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] د تروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې د اسرائیل ولس ته په خطاب کې له واشنګټن سره د نتنیاهو ملګرتیا ستایلې او هغه يې یو "لوی جنګیالی لومړی وزیر" او د سولې شریک بللی دی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي: "دی هغه ډول ملګری دی چې د امریکا متحده ایالتونه یې له اسرائیل نه غواړي، هغه هېواد چې امریکا ورته ډېر څه کړي دي. لطفاً اجازه راکړئ چې دغه لیک د لومړي وزیر په توګه د بیا ټاکل کېدو لپاره د هغه په راروانو سیالیو کې د بینیامین نتنیاهو نه زما د بشپړ او پوره ملاتړ استازیتوب وکړي."

نتنیاهو سمدستي په خپلې اېکس پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره د ولسمشر ټرمپ له ملاتړ نه مننه وکړه او ویې لیکل چې " په ګډه به موږ ماموریت بشپړ کړو!"

اسرائیل به د اکتوبر په ۲۷مه نېټه عمومي ټاکنې ترسره کړي. دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د ترهګریز برید نه وروسته، لومړنۍ ټاکنې دې چې ترسره به شي. له دغې پېښې وروسته، اسرائیل د منځني ختیځ په جګړو کې ښکېل شو او د فبرورۍ په میاشت کې یې له متحدو ایالتونو سره په ګډه د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړه.

د اسرائیل پارلماني ټاکنې د تاریخ پدې حساس پړاو کې د برحاله لومړي وزیر سیاسي راتلونکی ټاکي. د لومړی وزیر نتنیاهو منځلارو ټاکنیزو سیالانو د اسرائیل په سیاست کې د یوې نوې دورې د پیل کولو ژمنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG