د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آی وايي اوباما د ټرمپ خبرې نه دي ثبت کړي


د فدرال تحقیقاتي ادارې رئیس جیمز کومي نن د کانگرس د استخباراتو د کمیټې د غړو پوښتنې ځواب کړې
د فدرال تحقیقاتي ادارې رئیس جیمز کومي نن د کانگرس د استخباراتو د کمیټې د غړو پوښتنې ځواب کړې

د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې (اف بي ای) رئیس جیمز کومي د جمهور رئیس ټرمپ هغه ادعا رد کړله چې پخواني جمهور رئیس اوباما د هغه تلیفوني خبرې ثبت کړې وې.

ښاغلي کومي دا هم تائید کړله چې دغه اداره د کمپاین پر مهال د ټرمپ د کمپاینرانو او د روسیې ترمنځ د اړیکو څیړنه کوي.

جیمز کومي د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د استخباراتو د کمیټې په غونډه کې وویل "موږ داسي هیڅ معلومات نه لرو چې د [ټرمپ] هغه ادعا تائید کړي چې گواکې د ټرمپ د کمپاین د دفتر تلیفونونه اوریدل شوي دي."

د اف بي ای رئیس کمیټې ته وویل چې په انتخاباتو کې د روسیې مداخله یوه حساسه او محرمه موضوع ده "زه په دې اړه نور معلومات نه شم درکولی چې موږ څه کوو او د چا څیړنه کوو".

ښاغلي کومي دا تائید کړله چې د عدلیې وزارت اف بي ای ته د جامع تحقیقاتو سپارښتنه کړې ده. هغه زیاته کړه "د ټرمپ د کمپاین د غړو او د روسیې د حکومت ترمنځ پر اړیکو تحقیقات کوو، او دا هم څیړو چې د کمپاین او د روسیې ترمنځ څه ډول هم اهنگي وه".

د اف بي ای د رئیس تر خبرو څو ساعته وړاندې ټرمپ په یوه ټویټ کې هغه اندیښنې بې ځایه وبللې چې د روسیې حکومت د خپلو گټو په خاطر د هغه سره د انتخاباتو په گټلو کې مرسته کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ دغه ډول خبرې "دروغجن راپورونه" بللي دي چې گواکې دموکراتان غواړي خپل شکست ورباندې پټ کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې مداخله د لومړۍ ورځ راهیسي یوه حساسه موضوع ده چې د ټرمپ د کمپاین د غړو او د روسیې د سفارت ترمنځ د نژدې اړیکو سرچینه اخلي.

د همدې تورونو له امله د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین مجبور شو استعفا وکړي.

د جمهور رئیس ټرمپ د کمپاین د تلیفونونو د اوریدل کیدو ادعا هم ډېره جدي موضوع ده چې دموکراتان او یوشمېر بانفوذه جمهوري غوښتونکې یې د ټرمپ څخه د ثبوتولو غوښتنه کوي.

د کانگرس د استخباراتو د کمټې د غوښتنې په اساس "اف بي ای" د پورتنیو دواړو موضوعگانو څیړنه کوي. ​

XS
SM
MD
LG