د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي تمه لري چې چین به امریکا ته د فنتنال د مخدره موادو د غیر قانوني قاچاق د مخنیوي په تړاو غټ اقدامات ترسره کړي چې په کښي هغو چینايي قاچاقبرانو ته چې دغه مواد قاچاق کوي، د مرګ سزا ټاکل هم شامل دي.
ددغو مخدره موادو د حد نه زیات کارول په امریکا کې د زیات شمیر مړینې سبب ګرځیدلې ده.
ښاغلي ټرمپ چې د چارشنبې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د بحرین د لومړي وزیر سره یوځای د خبریالانو سره خبرې کولې ویې ویل چې چین د هغه سره په دې برخه کې ،، مرسته کوي،، چې په امریکا کې د فنتنال د مخدره موادو د خپریدو مخه ونیول شي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې ،، مونږ د هغوی سره په خبرو اخته یوو او هغوي [ چین] په غټو اقدماتو لاس پوري کړی دی.،،
په عین حال کې ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ ناوخته هغه لایحه توشیح کړه چې د کانګرس د دواړو ګوندونه له خوا تصویب شوه او هدف یې په امریکا کې د تر ټولو خطرناکه دواګانو په لست کې د فنتنال سره تړلو ټولو موادو شاملول، فنتنال سر تړلو ټولو موادو باندې بندیز او دغه راز د فنتنال قاچاقبرانو ته د سختو سزاګانو ټاکل دي.
ددغه قانون چې د ،، د ټولو مرګوني فینتال قاچاق ودروی،، په نامه یادېږي، د امضا پروخت ښاغلي ټرمپ یادونه وکړه چې په ورستیو کلونو کې د چین څخه د فنتنال اړوند مخدره مواد مکسیکو ته انتقالېږي او د هغه ځای څخه بیا امریکا ته قاچاق کېږي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې چین به په دې برخه کې د امریکا سره کار وکړي چې دغه ستونزه حل شي او د فنتنال قاچاقبرانو ته به سختې جزاګانې وټاکي. هغه داسې وویل،، هغو کسانو ته به چې په چین کې د فنتنال د موادو په قاچاق کې لاس لري او زمونږ هیواد ته یې رالېږي د مرګ سزا وټاکل شي.،،
ښاغلي ټرمپ دغه راز وویل چې سره له دې چې یې د فنتنال د موضوع په خاطر د فیبرورۍ د میاشتې راهیسې یې پر ټولو چینايي صادراتو ۲۰ سلنه تعارفه وضع کړې، د چین د ولسمشر ژي جن پینګ سره ډیرې ښې اړیکې لري.
په عین حال کې د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند لین جین د پنجشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ښاغلي ټرمپ ورستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د امریکا متحده ایالات په ،، غلطۍ،، سره د فنتنال په تړاو د چین پر صادراتو تعارفې وضع کړې چې دا کار د هغه په وینا ،، د چین منافع سختې زیانمنې کوي.،،
نوموړي په دې هکله جزیات ورنکړل چې د فنتنال مخدره موادو قاچاقبرانو ته به د مرګ سزا وټاکل شي.
فورم \ دبحث خونه