د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهور رئیس په توګه د ډونالدټرمپ لمړۍ اونۍ


عکس د ۲۰۱۶ په می کې اخستل شوی. نیویارک
عکس د ۲۰۱۶ په می کې اخستل شوی. نیویارک

د مدافع وکیلانو یوې مشهوره قانوني ډلې د دوشنبې په ورځ د امریکا په جمهور رئیس ډونالدټرمپ عریضه وکړه. دغې ډلې پر ټرمپ تور لګولې چې د خپلو هوټلو او نورو کاروبارنو له لارې یي د بهرنیو هیوادونو نه د پيسو په آخستلو د امریکا د اساسي قانون نه سرغړونه کړې ده.

د ښاغلي ټرمپ د رسمي کار لمړی ورځ داسی پیل وشو:

کاروبارونه:

ټرمپ د ۰۱/۲۳/۲۰۱۶ کې د ګڼ شمیرشرکتونو د مشرانو سره ولیدل
ټرمپ د ۰۱/۲۳/۲۰۱۶ کې د ګڼ شمیرشرکتونو د مشرانو سره ولیدل

ټرمپ د "لاکهید مارتین کارپس" او "انډرآرمور" په شمول، د مختلفو شرکتونو رئیسانو او مشرانو ته وویل چې د هغه حکومت په کاروبارونو پنځه اویا فیصده وضع شوي مقررات فسخه کوي او هرڅوک چې په امریکا کې دننه فابریکې جوړوي، هغوئ به ډیر ژر تایدي واخلي.

تجارت:

ټرمپ وایي د أزادتجارت څو مهم قراردادونه به له سره ارزیابي کړي
ټرمپ وایي د أزادتجارت څو مهم قراردادونه به له سره ارزیابي کړي

د کاناډا صدراعظم جستن ټریدو د خپلې کابینې سره لیدنې پیلې کړي چې د ټرمپ سره په څه ډول یوې جوړې ته ورسیږي. ټرمپ وایي د شمالي امریکا ترمنځ د آزاد تجارت یا (نافټا) پر قرارداد له سره غور کوي. او د چاپان صدراعظم شینزو آبی پدې باور دی چې ټرمپ د آزاد تجارت په ارزښت پوهیږي او وایي هغه به پر مختلف ملیتي قرارداد کار وکړي چې د ښاغلي ټرمپ حکومت ورڅخه د وتلو أراده ښودلې وه. د بریتانیې صدراعظمه ټریسا می به د آزادتجارت دریځ غوره کړي او ویاند يي وایي د همدې اونۍ په پای کې چې کله د ښاغلي ټرمپ سره ویني، نو د ایران سره د اتومي موافقې ملاتړ به وکړي. د خلیج عرب هیوادونو، سپینې ماڼۍ ته د جدي رهبر چې د هغوئ د رقیب ایران پرضد دی، د ورتللو آرامه هرکلې کړې. مکسیکو وایي د امریکا سره په تجارتي معاملو له سره خبرو ته تیار دی خو که وایي د امریکاهرډول پالیسي چې واردات يي اغیزمن کې بلمثله اقدام به وکړي.

بهرني مشران:

کاناډا او جاپان د ټرمپ د تجارتي اقداماتو لپاره تیاری نیسي
کاناډا او جاپان د ټرمپ د تجارتي اقداماتو لپاره تیاری نیسي

اټکل کیږي چې کرملین به د روسیې د جمهور رئیس ولادمیرپوتین او ښاغلي ټرمپ ترمنځ په لمړنۍ تیلیفوني مکالمې کیدو موافقه وکړي، خو دا چې د دواړو مشرانو لیدنه به کله وشي، څه ندي ویل شوي.

په بازارونو اغیزې:

په مالي بازارونو کې د ټرمپ دوران د دوشنبې په ورځ پیل شو
په مالي بازارونو کې د ټرمپ دوران د دوشنبې په ورځ پیل شو

که تاریخ په هرډول لارښونه وکړي، داسی څرګندیږي چې راتلونکې میاشت به د وال سټریټ لپاره پیچلې وي خو د ډالر لپاره به مثبته وي. د ټرمپ حکومت څو ساعته کیږي چې پیل شوی دی، خو په همدې لږ وخت کې د نژدې پنځه سوه شرکتونو رئیسانو د ټرمپ لخوا د مالیاتو د ختمولو، لګښت زیاتیدو او په کاروبارونو د مقرراتو ختمیدو وعدو ته خوشبیني ښودلې ده. پدې کار سره شرکتونه ډيره ګټه ترلاسه کوي.

کابینه:

ریکس ټیلرسن (ښي) د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ته نومول شوی دی
ریکس ټیلرسن (ښي) د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ته نومول شوی دی

سناتور بن کارډن چې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې ترټولو جګپوړی دیموکرات دی، وایي هغه به د بهرنیوچارو وزارت ته د ټرمپ نومول شوي وزیر ریکس ټیلرسن ملاتړ ونکړي.

اپوزیسیون:

د ټرمپ په واک ته رسیدو ګمان کیږي چې په امریکا کې سیاسي درز ډیر لوی شوی دی
د ټرمپ په واک ته رسیدو ګمان کیږي چې په امریکا کې سیاسي درز ډیر لوی شوی دی

د ښاغلي ټرمپ د کار په اوله ورځ څرګنده شوه چې په متحده ایالاتو کې سیاسي درز څومره ژور او لوی دی.

په عکس کې یو طالب په شینډڼډ ولسوالۍ کې د ۲۰۱۶ کال می میاشت
په عکس کې یو طالب په شینډڼډ ولسوالۍ کې د ۲۰۱۶ کال می میاشت

افغانستان:

طالبانو د ټرمپ نه غوښتي چې د افغانستان امریکایي ځواکونه وباسي او وایي په تیرو پنځلو کلونو کې د وینې بهیدنې په غیر نور هیڅ لاسته راوړنه نلري.

XS
SM
MD
LG