د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د کرونا ویروس به راتلونکې اونۍ ډېر کسان مړه کړي


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پداسې حال کې امریکایانو ته په راتلونکو ورځو کې د کروناویروس د مړینو د زیاتیدو خبرداری ورکړ چې دغه هیواد په کرونا باندې د اخته کسانو د شمیر له کبله د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر د یکشنبې د ورځې اپریل پنځمې تر سهاره له ۸۵۰۰ نه اوښتی او پدې هیواد کې د کروناویروس مجموعي مثبتې پیښې ۳۱۲۲۴۵ ته رسیدلي دي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې دوه راتلونکې اونۍ تر ټولو سختې ورځې دي او امریکایان به د زیاتو مړینو شاهد وي.

د امریکا پر فدرالي حکومت انتقاد دی چې د اکسیجن د تهویې دستګاو ته د لاس رسی لپاره یې پوره هڅه نده کړې، هغه دستګاوی د کووید۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره اړینې دي.

خو جمهور رئیس ټرمپ دغه انتقادونه ردوي او وایي چې یو شمیر والیان له اړتیا زیاتې دستګاوې غواړي. هغه وویل چې: "د کموالي له ویرې غوښتنې زیاتې شوي."

د سپینې ماڼۍ روغیتایي متخصصینو وړاندوینه کړې چې که په کور کې د پاتې کیدو امر ته پاملرنه ونه شي شاید چې له ۱۰۰زرو څخه تر ۲۴۰زرو پورې امریکایان په کروناویروس مړه شي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته ویلي چې مونږ له سخت حالت سره مخامخ یو او "مونږ ښایي هیڅکله (د مړینو) دا ډول شمیرنې نه وي لیدلي. ښایي په جګړه کې، په لومړۍ نړیواله جګړه کې یا په دوهمه نړیواله جګړه کې."

د کروناویروس په امریکا کې تر ټولو زیات د نیویارک په ایالت کې ډیر کسان وژلي دي. ددې ایالت د مړینو شمیر د شنبې تر ورځې پورې له ۳۵۰۰ نه اوښتی او د مثبتو پیښو شمیر یې ۱۱۳۷۰۰ نه زیات شوی دی. د شنبې تر ورځې پورې په نیویارک کې شاوخوا ۱۵ زره کسان په روغتونونو کې بستر وو.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپور شو. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې دغه ویروس د شنبې د ورځې تر سهاره د نړۍ ۱۸۲ هیوادونو ته رسیدلی او تر اوسه یې ۶۵۷۱۰ تنه مړه کړي دي او په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر له ۲۰۰ تنو نه اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG