د ډنمارک پارلمان د ګرینلنډ په اړه د امریکا او ډنمارک امنیتي تړون تصویب کړ

د ډنمارک پارلمان د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۹مه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ګرینلنډ په اړه د امنیتي تړون ملاتړ وکړ. دغه پرېکړه د هغه تړون د تصویب وروستی پړاو دی چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ترمنځ لاسلیک شوی و.

دغه تړون وروسته له هغه لاسلیک شو چې ټرمپ څو ځله د ګرینلنډ د کنټرولولو ګواښ وکړ. ګرینلنډ، چې د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه او د ډنمارک په قلمرو کې یوه خودمختاره سیمه ده، شاوخوا ۵۷ زره نفوس لري.

د تړون له مخې، په ګرینلنډ کې به د امریکا پوځي حضور پراخ شي او واشنګټن ته به د «طلایي ګنبدې» په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیستم د جوړولو اجازه ورکړل شي.

په ورته وخت کې، دغه تړون د ډنمارک حاکمیت او د ګرینلنډ د خلکو د خودمختارۍ حق هم په رسمیت پېژني.

د ګرینلنډ پارلمان د روانې میاشتې په لومړیو کې دغه تړون تصویب کړی و. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت به د تصویب د بهیر له بشپړېدو وروسته، د یوه ډیپلوماتیک یادښت له لارې امریکا ته خبر ورکړي او په دې سره به تړون عملي شي.

​
XS
SM
MD
LG