د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ترمپ د تکساس توپان ځپلو سیمو ته ورځي


جمهور رئیس ترمپ وایي تکساس او لویزیانا به میلیاردونو ډالرو مرستو ته اړتیا ولري.
جمهور رئیس ترمپ وایي تکساس او لویزیانا به میلیاردونو ډالرو مرستو ته اړتیا ولري.

د تکساس په جنوب ختیځو سیمو کې چې د مخه د هاروي توپان ځپلي، د سې شنبې په ورځ هم شدید باران دوام لري.

د هاروي توپان چې د امریکا د تکساس جنوب ختیځ او گاوند لویزیانا ځیني سیمي ځپلي تراوسه پکې د ٦ تنو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی او تخمیناً ٣٠ زره خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي او په موقتي سرپناه وو کې شپې سبا کوي.

چارواکي په دې ناورین کې د فدرالي حکومت، مرکزي حکومت، عامو خلکو او شخصي شرکتونو ترمنځ همکاري ستایي چې هڅه کوي توپان ځپلي خلک وژغوري.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ترمپ او میرمن یې میلانیا ترمپ به د سې شنبې په ورځ لومړی د کورپس کرستي ښار ته لاړ شي او وروسته به بیا د دې ایالت مرکز استن کې د ځینو موقتي سرپناوو څخه لیدنه وکړي.

جمهور رئیس ترمپ نیت نلري چې د یوستن ښار ته لاړ شي چیرې چې د شدیدو بارانونو له امله په سلگونه کورونه ترچته پورې تر اوبو لاندې شوي او په زرگونه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د هاروي توپان له امله تراوسه د ٦ تنو د وژل کیدو خبر وکړ شوی
د هاروي توپان له امله تراوسه د ٦ تنو د وژل کیدو خبر وکړ شوی

جمهور رئیس ترمپ د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې حکومت به هر هغه څه چې په وس کې ولري د تکساس او لویزیانا د توپان ځپلو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه "مونږ یوه کورنۍ یو، هرڅه ته چې اړتیا لرئ، سمدستي به یې ترلاسه کړئ."

د متحده ایالاتو د تکساس او لویزینا هغو سیمو کې چې تر اوبو لاندې شوي د باران اوبه نور هم مخ په زیاتیدو دي او د هوا پیژندنه ملي ادارې د هاروي توپان یو ناورین بللی.

نوې اندیښنې دا دې چې توپان به سبا چهارشنبې بیا د تکساس په لور راشي.

د تکساس یوه بې ځایه شوې اوسیدونکې ویل "ما په ژوند کې داسې شی نه و لیدلی. هیڅ مې تصور هم نه و کړی چې داسې ناورین به رامنځ ته کړي. ډیر وحشتناک دی."

د یوستن ښاروال سلوستر ترنر د دوشنبې په ماښام وویل چې څه د پاسه درې زره خلک ژغورل شوي او اته زره نورو ته سرپناه برابره شوې ده.

د یوستن ښاروال له خلکو وغوښتل چې سړکونو ته له وتلو ډډه وکړي ځکه چې لارې اوس هم ډېرې خطرناکه دي.

جمهور رئیس ډونالد ترمپ د بیړنیو خدماتو د ادارې او د خیریه کارکونکو هڅې ستایلې دي.

ښاغلي ترمپ زیاته کړه"مونږ گورو چې گاونډي له گاونډیانو سره، ملگري له ملگرو سره او پردي له پردو سره مرسته کوي. تاسو دا راز مرسته، مینه او همکاري په ټولو سیمو کې د تلویزون له لارې گورئ."

جمهور رئیس ترمپ د توپان ځپلو سره د مرستو ژمنه وکړه او وې ویل چې اته نیم زره کارکونکي په دې هڅو کې شامل دي.

جمهور رئیس ترمپ چې د سې شنبې په ورځ د خپلې میرمنې میلانیا ترمپ سره د تکساس د دوو توپان ځپلي ښارونو څخه لیدنه کوي د تکساس او لویزیانا د بیارغاونې په هکله وویل:

"بیارغاونه به ډیره ستونزمنه او اوږده لاره وي او فدرالي حکومت چمتو دی چې د دې هڅو ملاتړ وکړي."

مخکې له دې بارانونه ودریږي، په ښار او کورونو باندې اړولي تاوانونه له ورایه څرگند دي. خو چارواکي وایي د هغوي لومړيتوبونه د خلکو ژغورل دي.

د ترمپ حکومت د مارچ په میاشت کې د حکومت په پیشنهادي بودیجې کې د حکومت د عاجلو مرستو او سیلابونو په وړاندې د مرستو د پروگرام لپاره پیسې کمې کړې.

خو اوس جمهور ترمپ وایي چې تکساس او لویزیانا به میلیاردونو ډالرو مرستو ته اړتیا ولري چې دا به د امریکا د کانگرس له خوا تصویب شي.

XS
SM
MD
LG