د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران وایي د ټرمپ صحت په مکمل ډول ښه دی


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډاکټر ویلي دي چې ولسمشر په مکمل ډول صحتمند دی او هغه اوازې چې د هغه د زهني صحت په هکله خپرې شوې وي. ناسمې دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپورټ لیکي چې ولسمشر د صحت په اړه ارموینه کې پوره نمبرې اخیستي دي. دغه ازموینه چې د صحت اندازه پرې لگول کیږي، ښیي چې ولسمشر ټرمپ په مکمله توگه صحتمند دی او د ولسمشرۍ په توگه د دندې ترسره کولو مکمله وړتیا لري.

د ولسمشر ټرمپ ډاکټر روني جیکسن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه ازموینه د هغه زهني صحت ښه والی څرگندوي. هغه وویل "ما داسې څه علت و نه موندو چې هغه دا څرگنده کړي چې ولسمشر ټرمپ ځیني صحي ستونزې لري."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ټرمپ د ډاکټر له قوله لیکي چې د هغې نه وروسته چې د ولسمشر ټرمپ د زهني صحت په هکله ځینو خلکو اوازې خپرې کړی، ټرمپ په خپله د هغه وغوښتل چې دغه ازموینه دې وکړي. ډاکټر وایي چې دغه ازموینه د طبي معاینې برخه وي.

XS
SM
MD
LG