د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات؛ ټرمپ د پایلو په هکله څه فکر کوي؟ 


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې هکله چې د ټاکنو د نه ګټلو په صورت کې به د امریکا د ۲۰۲۰ د نومبر د دریمې نیټې د انتخاباتو نتیجې ومني یا نه، له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې د ورځې په ماښام سپتمبر ۲۳ (تلې ۲) په سپینه ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې د انتخاباتو د نتیجو د منلو په هکله د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "وګورو چې څه پیښیږي. ما د پست (له لارې) د رای ورکولو په هکله شکایت کړی او دا یوه غمیزه ده."

جمهور رئیس ټرمپ په وار وار وړاندوینه کړې چې د پست له لارې رای ورکول له درغلیو ډک دي، پداسې حال کې چې د هغه دموکرات سیالان د کروناویروس د وبا په وجه د پست له لارې رای ورکولو ته امریکایان په وار وار هڅولي دي.

ښاغلي ټرمپ پدې ټینګار وکړ چې د پست له لارې رای ورکول باید له منځه لاړ شي او ویې ویل: "د واک انتقال به شتون ونلري، صریحاً؛ د کار [ټرمپ د حکومت د کار] دوام به روان وي."

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دموکرات کاندید جو بایدن، د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو څخه څو ساعته وروسته وویل: "په کوم هیواد کې یو؟ وګورئ، هغه [ټرمپ] ناسم شیان بیانوي. نه پوهیږم څه ووایم."

تراوسه د ښاغلي ټرمپ یو ګوندي ملګري د انتخاباتو د نتیجو په هکله د هغه د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د یوتا ایالت سناتور مت رامني، په خپل ټویټر لیکلي: "د دموکراسۍ بنسټ د واک سوله ییز انتقال دی؛ له هغه پرته، د بلاروس په شان کیږي. هره هغه سپارښتنه چې د [امریکا] اساسي قانون یې متضمن دی او جمهور رئیس ورته درناوی ونکړي، تصور یې نه کیږي او د منلو وړ ندي."

د امریکا د استازو د مجلس غړی او د ددغه شورا د استخباراتو د کمیټې رئیس ادم شیف، د ام اس ان بي سي تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل ددې وخت رارسیدلی چې د ښاغلي ټرمپ د حکومت غړي د هغه د څرګندونو په اعتراض کې "استعفا" وکړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان د چهارشنبې په سهار وویل چې د امریکا د انتخاباتو نتیجې به ښایي سترې محکمې ته راجع شي او په وینا یې ډیره مهمه ده چې د سترې محکمې نهه غړي ددې "ډیرې مهمې" مسلې په هکله تصمیم ونیسي.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس ټرمپ د شنبې په ورځ د سترې محکمې د غړې روت بېدر ګینسبرګ ځای ناستی معرفي کړي. میرمن ګینسبرګ د تیرې جمعې په ورځ د ۸۷ کالو په عمر مړه شوه.

XS
SM
MD
LG