د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس: ټرمپ د بهرنیو هیوادونو نه تر لاسه کړې پیسې پټې ساتلې وې


د ټرمپ سازمان د کانګریس د کمیټې د موندنو په هکله تبصره نده کړې.
د ټرمپ سازمان د کانګریس د کمیټې د موندنو په هکله تبصره نده کړې.

د امریکا د کانګرس یوه کمیټه وایي چې د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کاروبار میلونونه ډالر پټ ساتلي و چې د بهرنیو حکومتونو څخه ورته راغلي و.

دغه پیسې په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ هوټل ته راتللې چې په تاوان کې روان و.

د کانګرس د استازو په مجلس کې د څارنې او اصلاحاتو کمیټې نن جمعه اکتوبر۸ (تلې ۱۶) ویلي چې د هوټل د سوابقو نه د ټرمپ انټرنیشتل هوټل په هکله د اندیښنې وړ پوښتنې پیدا شوي.

دې کمیټې چې کنټرول یې د دیموکراتانو په لاس کې دی ویلي چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و کله چې په واک کې و ددې هوټل نه یې څه باندې ۱۵۰ میلونه ډالر ګټه تر لاسه کړې وه خو په حقیقت کې یې ۷۰ میلیونه ډالر زیان کړی و.

د کانګرس دې کمیټې معلومه کړې چې د ټرمپ نړیوال هوټل ته د بهرنیو حکومتونو لخوا څه باندې ۳.۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي چې پدې هوټل کې د ۷۴۰۰ شپو تیرولو لګښت کیږي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې هیڅ یو جمهور رئیس اجازه نلري چې د بهرنیو حکومتونو څخه تادیه شوې پیسې یا معاش تر لاسه کاندي.

په ټرمپ انټرنیشتل هوټل کې چې ښاغلي ټرمپ د فدرال حکومت نه په اجارې اخیستی، ډیری وخت پکې د ټرمپ پلویان، بهرني لوړپوړي مقامات او د هغه جمهوري غوښتونکي ګوند ملګري اوسیدل.

د څارنې او اصلاحاتو کمیټې همدرانګه ویلي چې د ټرمپ هوټل د تر لاسه شویو پیسو یوه برخه د متحده ایالاتو حکومت ته ورکړل شوې خو د تادیه شویو پیسو جزیات یې د عامه خدماتو ادارې سره ندي شریک کړي. دا اداره د فدرالي حکومت د ودانیو چارې سمبالوي.

خو د ټرمپ مدافع وکیلانو د محکمې په قضیو کې ټینګار کړی چې د هوټل درلودل د اساسي قانون د مادو څخه سرغړاونه نده.

د ټرمپ سازمان ویاند د دې موضوع په هکله د رویټرز خبري اژانس د تبصرې کولو غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی او د عامه خدماتو ادارې هم تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG