د لاس رسي وړ اتصالات

د سرتیرو د سرښندنې د یادونې ورځ؛ ټرمپ د بې نومه سرتیري په قبر د ګلانو ګیډۍ کېښوده

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سرتیرو د سرښندنو د یادونې د ملي ورځې (مېموریل ډې) په مناسبت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ارلینګټن په ملي هدیره کې د بې نومه عسکر په قبر د ګلانو ګېډۍ کیښوده.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل: «د یادونې په دې ورځ موږ هغوی ته سلام او درناوی کوو. او د هر هغه څه له امله ورڅخه مننه کوو چې موږ یې نن لرو. دوی خپل هر څه قرباني کړل. خدی دې زموږ مړه شوي اتلان وبخښي.»

ولسشمر ټرمپ په دغه غونډه کې د هغو کورنیو قدرداني وکړه چې عزیزان یې د امریکا د دفاع لپاره په جګړو کې وژل شوي دي.

د سږکال د مېموریل ډې مراسم له دې کبله هم ځانګړي دي چې دا کال د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه نمانځل کیږي.

په دغه مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ مرستیال ولسمشر جې ډي ونس، د جګړې وزیر پت هیګست او د ملکي او پوځي برخو نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو برخه لرله

د جګړې وزیر هګسیت د دغې ورځې په مناسبت په خپل ایکس حساب کې په یو پیغام کې لیکلي: «موږ به تل د هغوی د سرښندونو سره ژوند وکړو، د یاد درناوی به یې وکړو او هېڅکله به هغه امریکایان هېر نه کړو چې درنه بیه (ستره قرباني) یې پرې کړې ده.»

دغه ورځ که له یوې خوا په غیررسمي ډول په امریکا کې د اوړي د موسم پیل ګڼل کیږي، له بلې خوا امریکایي کورنۍ په ځانګړې توګه هغه امریکایان چې د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو په لیکو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي، ددغه هیواد د وژل شویو سرتیرو د درناوي په خاطر د هغوی قبرونو ته ځي.

هر کال په همدې ورځ د امریکا له ګوټ ګوټ څخه په موټر سائیکلونو سپاره متقاعد سرتیري او عام امریکایان پایتخت واشنګټن ډي سي ته راځي، او وژل شویو سرتیرو ته د درناوي په خاطر، په مارشونو کې برخه اخلي.

د یاد او درناوي تر ورځې مخکې د متحدو ایالتونو ځواکونو د ارلینګنټن په ملي هدیرې کې په ۲۶۰زره قبرونو باندې د امریکا ملي بیرغونه کېښودل.

په واشنګټن کې د ګلانو دیوال

په واشنګټن ډي سي کې د ملي مال په سیمه کې د سرو ګلانو یو دیوال د خلکو پام ځانته رااړوي. ددې ۶۰۰ زره ګلانو هر ګل د یو امریکايي پوځي استازیتوب کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې یې د امریکا دپاره په جګړو کې د خپل ژوند قرباني ورکړې ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد سرتیري، جیول ویرګاس وویل: «په دې دیوال باندې دا ۶۰۰ زره په لاس جوړ شوي ګلان د هغو کسانو استازیتوب کوي چې په جګړو کې وژل شوي دي او موږ یې په اړه خبرې کوو. نو د دیوال یوه خوا تاسو ته د ټولو جګړو، شخړو، او په هره جګړه کې د قرباني شویو سرتیرو په اړه معلومات درکوي. او په بله خوا، د دیوال پر شا تاسو دا ګلان ګورئ چې د هغوی استازیتوب کوي.»

امریکایان په دې ورځ د خپلو امنیتي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو د یاد او درناوي مراسم په ځای کوي. د ملي مال دا نندارتون په همدې موخه جوړ شوی چې ددې ورځې اصلي مفهوم ته د خلکو ورپام کړي.

د ویرګاس په باور، دا نندارتون خلکو ته د امریکايي سرتیرو سرښندنې ور په زړه کوي او په دې اړه یې فکر کولو ته اړ باسي. هغه وایي چې دا د پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو لپاره داسې ځای او فرصت برابروي چې فکر وکړي، ذهني ارامتیا ومومي او خپلو سرتیرو ته درناوی وړاندې کړي.

دې ورځې ته په امریکا کې په غیر رسمي ډول د اوړي د موسم د پیل په سترګه هم کتل کیږي.

متقاعد سرتیري جیول ویرګاس زیاته کړه: «په اصل کې دا یوازې د میلو کولو ورځ نه ده. زه پوهیږم چې موږ دې ورځې ته د اوړي د موسم د رسمي یا غیر رسمي پیل په سترګه ګورو، او ډیری خلک د کباب پخولو او نورې میلې کوي او دا ورځ د میلو کولو فرصت بولي خو په حقیقت کې دا د یادولو ورځ ده.»

د سرتېرو د سرښندونو د یاد د ورځې نمانځنه په ۱۸۶۰ کال کې د متحدو ایالتونو له کورنیو جګړو څخه وروسته پيل شوه او کانګرس په ۱۸۸۸ کې دا ورځ په رسمیت وپېژندله.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG