د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ‌ د استیضاح محکمه رسما پیل شوه 


دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي
دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي

د دویم ځل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه نن سه شنبه فبروري ۹ (سلواغه ۲۱) په رسمي توګه پیل شوه.

په لومړي سر کې، د کانګرس غړیو د ۸۹ موافق او ۱۱ مخالفو رایو سره د استیضاح د محکمې په مقرراتو توافق وکړ. ښايي دغه لړۍ به یوه اونۍ او یا هغې ډیر دوام وکړي.

دواړو خواوو ته ۱۶ ساعته ورکول کیږي ترڅو خپل دلایل وړاندې کړي.

د کانګرس دموکرات غړي، جیمي راسکن چې ددغې محکمې د یو څارنوال په توګه هم دنده لري، په پیل کې د کانګرس په ودانۍ باندې د جنوري د ۶ نیټې د برید وړاندې د ټرمپ د خبرو ویډیويي کلیپونه او د دغه برید په جریان اخیستل شوې بیلابیلې ویډیوګانې په کانګرس کې ټولو ته وښودلې.

د امریکا د استازو مجلس غړي چې ددغې محاکمې د څارنوالانو دنده لري، هڅه کوي چې د پخواني ولسشمر د استیضاح لپاره داسې دلایل وړاندې کړي چې د اساسي قانون مطابق اوسي.

نن د ډموکرات ګوند ګڼو څارنوالانو خبرې وکړې او خپل دلایل یې وړاندې کړل او ټاکل شوې چې جمهوري غوښتونکي بیا خپل دلایل سبا ورځ‌د غرمې وروسته وړاندې کړي.

دغه محکمه اوس مهال پر دې باندې بحث کوي چې آیا د ولسمشر استیضاح په داسې حال کې قانوني ده چې هغه نور په سپينې ماڼۍ کې نه دی او د جمهوري ریاست دوره یې ختمه شوې ده.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ښاغلي ټرمپ سلګونو معترضو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید کړی و. ټرمپ تورن دی چې خلک یې پارولي دي. په دغې پېښې کې شپږ تنه ووژل شول.

د سنا ټول غړي به د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه واوري. ډیری دغه سناتوران پر ګانګرس د برید پر مهال په ودانۍ کې دننه وو او هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د ولسمشر ټرمپ د محکوم کېدو لپاره د سنا دوه په درېیمه برخه باید د هغه په ضد رایه ورکړي. ګمان کیږي‌ چې په سنا کې به ټول ۵۰ دموکراتان د ښاغلي ټرمپ پر ضد رایه ورکړي، خو د هغه د محکوم کېدو لپاره د ۱۷ جمهوري غوښتونکو رایه ضروري‌ ده. سنا ۱۰۰ غړي لري.

دموکراتانو له ښاغلي ټرمپ څخه غوښتي وو چې محکمې ته حاضر شي،‌ خو هغه دا غوښتنه رد کړه.‌ د هغه مدافع وکیلان به حاضر وي‌ چې دفاع یې وکړي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په خپلې یوې دورې کې دوه ځلې استیضاح کیږي. اول ځل تر انتخاباتو مخکې استیضاح شو،‌ په هغه تور و چې د اوکراین له ولسمشر څخه یې غوښتي وو چې د جوبایډن د زوی د اړیکو په اړه ورته معلومات ورکړي.

په همدې حال کې امنیتي‌ چارواکي وايي‌ چې د ښاغلي ټرمپ د محکمې پرمهال به زرګونه پولیس او امنیتي سرتېري په ښار کې فعالیت کوي.

چارواکي اندېښنه لري هسې نه ځینې هغه افراطي امریکایان چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په نتایجو خوښ او راضي نه دي، کوم بد اقدام وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ اعلان کړی چې واشنګټن ډي سي ته د ملي ګارد ۲۷۰۰۰استول شویو غړو له ډلې به یې ۷۰۰۰د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې هلته دیره وي.‌

XS
SM
MD
LG