د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې نیمايي امریکايان د ټرمپ استیضاح غواړي - نظرپوښتنه


د اې بي سي د خبري آژانس او واشنګټن پوست ورځپاڼې ګډه نظر پوښتنه ښیي چې تقریبا د امریکا نیمايي ولسونه له کانګرس څخه غواړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح بهیر پیل کړي.

ددغې غوښتنې په هکله د کانګرس مشرانو په خاصه توګه دیموکراتانو څه نه دي ویلي. خو د امریکا ولسمشر کوښښ کوي چې د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د جمهوریت غوښتونکو کاندیدانو لپاره د خلکو ملاتړ راجلب کړي.

ولسمشر ټرمپ د استیضاح بحث ته په نه پام، تر ډیره پر خپلو لاسته راوړونو فکر کوي.

هغه وایې چې د امریکا اقتصاد ته یې تقویه کړی او په ددغه هېواد په سرحدونو کې یې د امنیت د تامین لپاره کوټلي ګامونه یې پورته کړي دي.

د اې بي سي خبري آژانس او واشنګټن پوست د تیرې میاشتې د نظر پوښتنې له مخې ۴۹٪ امریکایان په دې باور دي چې کانګرس باید د ولسمشر ټرمپ د استیضاح کېدو لپاره کار پیل کړي.

دیموکراتانو تر اوسه د استیضاح په هکله کومه خاصه تبصره نه ده کړې. دوي وایې چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړې تحقیقاتي کمیسیون پایلو ته انتظار باسي.

د استازو په مجلس کې د اقلیت دیموکراتانو مشره نانسي پلوسې وایې چې " نه شو کولای په دې اړه سیاسي چلند وکړو او نشو کولای ددې کار په نه کولو کې هم سیاسي پاتې شو. حقیقت باید ولټوو."

د ۱۹۹۸ کال په اکټوبر میاشت کې د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو د هغه وخت د ولسمشر بېل کلنټن د استیضاح کیدو په هکله چې د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ کارکوونکې مونیکا لیونسکي سره په نامشروع اړیکو تورن شوی و، د عدالت د پلي کیدو د مخنیوي له امله اقدامات وکړل.

اوس ګڼ شمیر دیموکراتان دې مسلې ته پاملرنه نه کوي. اټکلونه او محاسبات ممکن د منځمهاله ټاکنو وروسته بدل شي.

د استیضاح کیدو اقدامات اوسمهال په کانګرس کې له ګڼ شمیر سیاسي ننګونو سره مخ دي آن که دیموکراتان اکثریت هم ووسي.

نظر پوښتنه؛ د امریکا تقریباً نیمايي ولس د ولسمشر د استیضاح مطالبه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG