د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سنا کې د ټرمپ د استیضاح بهیر پیل شو


ټرمپ د دیموکراتانو د استیضاح بهیر یوه دسیسه بولي
ټرمپ د دیموکراتانو د استیضاح بهیر یوه دسیسه بولي

امریکايي سناتورانو د پنجشنبې په ورځ د ( جنوري ۱۶ مه) په یو لړ مقدماتي مراسمو کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د محاکمې بهیر پیل کړ.

د امریکا د استازو مجلس مشرې ننسي پلوسي د جنوري په ۱۵ نیټه هغه دوه موارد سنا مجلس ته وسپارل چې جمهور رئیس ټرمپ پرې تورن شوی دی.

د امریکا د سنا په محکمه کې به سناتوران د منصفه پلاوي دنده ولري او د امریکا د سترې محکمې رئیس جان روبرتز به ددې بهیر مشري پر غاړه ولري.

د امریکا د استازو مجلس اوه غړي به په دې محکمه کې د څارنوالانو په توګه راڅرګند شي او استدلال به وکړي چې ټرمپ له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخیستې او د کانګرس د کار مخه یې نیولې ده.

د استخباراتو د کمیټې مشر ادم شف، د قضایه کمیټې مشر جیري ندلر، د ادارې کمیټې مشره زوی لوګرین، د استازو مجلس د دیموکراتانو د ډلې رئیس حکیم جفریس ، وال دیمینګس، جیسن کرو او سلویا ګارسیا د استازو د مجلس نور غړي دي چې په دې بهیر کې د څارنوالانو رول لوبوي.

د سنا مشر مچ مکانل ویلي سپینې ماڼۍ ته به خبر ورکړي څو خپله جمهور رئیس او یا هم د هغه مدافع وکیل په ټاکل شوي وخت کې حاضر شي.

د ښاغلي ټرمپ یوې ویاندې ستیفاني ګریشم ویلي سپینه ماڼۍ په سنا کې د محکمې جوړیدو ته چمتو ده. میرمن ګریشم وویل: " ټرمپ خلاف کار ندی کړی ، تمه ده چې هغه په بشپړ ډول بیګناه ثابت شي."

په سنا کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د محاکمه کیدو اصلي بهیر د راتلونکې اوونۍ په سه شنبې پیلیږي.

جمهور رئیس ټرمپ تورن دی چې له اوکراین سره یې د ۳۹۱ میلیون ډالرو نظامي مرستې په ځنډولو سره پر هغه هیواد فشار راوړی وو څو د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د دیموکرات کاندید جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه چې په اوکراین کې د ګازو د یوه شرکت د رهبري پلاوي غړی وو، تحقیقات پیل کړي.

ټرمپ همدارنګه تورن دی چې د هغه د کړنو په اړه یې د کانګرس د تحقیقاتو مخه نیولې ده.

په سنا مجلس کې به له بحثونو وروسته، دواړه تورونه راګېرۍ ته وړاندې شي او که چیري د مجلس له سلو غړو څخه ۶۷ تورونه تائید کړی جمهور رئیس به له واکه ګوښه شي.

په سنا کې د ټرمپ پلویان ٥٣، مخالفه ‌‌‌‌‌‌ډله یې ٤٥ او مستقل غړي ٢ څوکۍ لري.

د استازو مجلس دوه موارد چې ټرمپ پرې تورن شوی سنا ته وسپارل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

XS
SM
MD
LG