ټرمپ په درې اړخیزه غونډه کې: اټومي بم ته د ایران د لاسرسي مخنیوی کوو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ سره په درې اړخیزه غونډه کې د دغو دریو هېوادونو د اټومي وسلو د زېرمو د کمولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن له خپلو سیالانو سره د مستقیمو خبرو له لارې د نړیوالو اختلافونو د حل لاره غوره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د ایران جګړې ته په اشارې سره وویل: «د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوی هغه څه دي چې موږ یې اوس د اسلامي جمهوریت د اټومي بم له ترلاسه کولو څخه د مخنیوي له لارې تعقیبوو.»

ښاغلي ټرمپ د دې تاریخي غونډې په پیل کې، چې د اسیا - پاسفیک اقتصادي همکاریو (ایپیک) د مشرانو د غونډې په څنډه کې د چین د شینزن ښار کې جوړه شوې وه، وویل: «متحده ایالتونه، روسیه او چین د نړۍ د درېیو سترو اټومي قدرتونو په توګه په داسې ځانګړي دریځ کې دي چې د ځمکې پر مخ د اټومي وسلو د شمېر د کمولو او همدارنګه د دغو وسلو د کارونې د خطر د راکمولو په اړه خبرې وکړي.»

هغه د اټومي وسلو د ویجاړوونکي ځواک په اړه وویل: «د دوی ځواک د باور وړ نه دی.»

د امریکا ولسمشر په عین وخت کې څرګنده کړه چې د اټومي وسلو پرېښودل د هېوادونو د مشرانو لپاره یوه ډېره سخته پرېکړه ده.

ټرمپ وویل: «کله چې تاسې اټومي وسله ولرئ، نو ورڅخه لاس اخیستل ډېر ستونزمن وي. د یو هېواد د مشر لپاره دا خورا ګرانه ده چې دغه وسلې پرېږدي.»

هغه زیاته کړه چې نور هېوادونه هم شته چې که څه هم د امریکا، روسیې او چین په پرتله کوچنۍ اټومي زېرمې لري، خو بیا هم په اټومي وسلو سمبال دي.

ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې له سیالو هېوادونو سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د نړۍ د درېیو سترو هېوادونو د ولسمشرانو په توګه ځانګړې دنده لرو چې د هغو مسئلو په اړه، چې نه یوازې زموږ پر خلکو بلکې پر ټوله نړۍ اغېز کوي، پرانیستې، له درناوۍ ډکې او رغنده خبرې وکړو.»

هغه د امریکا پر پخوانیو مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغوی به اکثره له هغو هېوادونو سره له خبرو ډډه کوله چې ورسره یې اختلافات لرل.

ټرمپ زیاته کړه: «تر اوسه هېڅ ستونزه د خبرو له نه کولو سره نه ده حل شوې او هېڅ سوله د تعامل او اړیکو د فرصتونو په ردولو سره نه ده ترلاسه شوې. موږ بله لاره غوره کړې ده.»

د امریکا ولسمشر د اوکراین د جګړې د احتمالي پای ته رسېدو په اړه هم خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل: «فکر کوم ځینې مهم پرمختګونه روان دي. زما په اند پوتین، او هیله لرم چې بل لوری هم، غواړي دا جګړه پای ته ورسېږي.»

تر دې وړاندې ټرمپ د چین له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي وو: «موږ هڅه کوو چې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه له دواړو خواوو سره مرسته وکړو. غواړو دا جګړه پای ته ورسېږي. فکر کوم تر ډېره بریده د دواړو له خوا خبرې کولی شم. هره میاشت شاوخوا ۲۵ زره کسان، چې ډېری یې سرتېري دي، وژل کېږي.»

کرملین هم څو ساعته وړاندې اعلان وکړ چې د اوکراین جګړه د ایپیک د غونډې په څنډه کې د ټرمپ او پوتین د لیدنې اصلي موضوع وه.

دغه سلا مشورې په داسې حال کې په چین کې روانې دي چې په ورته وخت کې د اوکراین اروپايي متحدین او لوړپوړي چارواکي د جرمني په برلین ښار کې راټول شوي دي، څو د اوربند له احتمالي پړاو وروسته کیف ته د لازمو امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG