د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران لخوا پرسعودي د برید غچ- پر تهران د بندیزونو زیاتیدل


ټرمپ پر ایران د پام وړ اقتصادي بندیزونو امر کړی
ټرمپ پر ایران د پام وړ اقتصادي بندیزونو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ١٨) د تویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې "همدا اوس یې د خزانې وزیر ته لارښودنه کړې چې د ایران په وړاندې بندیزونه د پام وړ کچې ته زیات کړي."

ولسمشر ترمپ ویلي چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د زیاتیدو اقدام یې د سعودي عربستان د تیلو په چاڼ ځایونو باندې د هوایي برید په ځواب کې کړی چې د شنبې په ورځ (سپتمبر ١٢) ترسره شو او د امریکایي چارواکو په وینا ایران پکې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سعودي پلازمېنې ریاض ته رسېدلی او ټاکل شوې نن د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي د تیلو پر سترو تاسیساتو د بریدونو څیړنه او د غبرگونونو د انسجام د سلا و مشورې لپاره ریاض ته رسیدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته روان شوی څو د هغه هېواد د تېلو پر تاسیساتو د وروستیو بریدونو په اړه چې گمان کیږي د ایران له خوا شوي وي، له سعودي چارواکو سره خبري وکړي.

د امریکا د پوځي پلټونکو یوې ډلې په سعودي عربستان کې د هغو سیمو ازرونه او پلټنه پیل کړي چې د چارواکو په وینا "باورمند قانوني شواهد" دي. دغه شواهد له هغو شاوخوا دولسو کروز توغندیدو او شل ډرونونو له پاتې شونو څخه راټولیږي چې د سعودي عربستان د تیلو چاڼ ځایونه پرې په نښه شوي و.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارت یوه پخوانی چارواکی ډگروال سټیفن گانیارد وایي "دغه پلټونکي به د الوتنې د کنټرول د خدماتو په څیر شیان راټول کړي او د ایران له خوا د جوړو شویو کروز توغندیو د عکسونو سره به یې پرتله کړي."

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس چې پرون په واشنګټن کې د امریکا د کانگرس د ځینو غړو سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړي وویل، پامپیو به له سعودي چارواکو سره د تیلو پر تاسیساتو د برید په اړه د امریکا پر غبرګون خبرې وکړي.

جمهوري غوښتونکی سناتور لیندسي گراهام وایي "د مرستیال ولسمشر په وینا هدف، د (ایران) مخنیوی دی، چې له لاسه وتلی دی. هغو خلکو ته چې فکر کوي د ایران د اتمي تړون څخه زمونږ وتل د دې ستونزې لامل شوی وایم چې تاسو تاریخ له سره لیکلئ."

ولسمشر ټرمپ ویلي چې تر هغو به غچ وانخلي چې د سعودي عربستان څخه یې د برید په اړه قطعي ثبوت ترلاسه شوي نه وي.

خو ځیني سناتوران له دې سر ټکوي چې د ټرمپ حکومت د ایران په اړه واضح پالیسي نلري. ډموکراټ سناتور مارک وارنر "حقیقت دا دی چې روښانه تګلاره نشته او داسې بریښي چې ولسمشر غواړي د امریکا په بهرنۍ تگلارې کې د سعودي عربستان نظر واخلي. دا پخپله د نړۍ په کچه خلکو ته د وړتیا قوي پیغام نه ورکوي".

خو ایران د سعودي عربستان د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو د ډرون الوتکو په وسیله شويو بریدون کې هرډول لاس لرل رد کړي دي

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن چهارشنبې وویل چې یمنیانو دغه برید سعودي عربستان ته چې په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف د ائتلاف مشري کوي د "خبرداری" په توګه کړی.

روحاني زیاته کړه "یمنیانو روغتون، ښوونځي یا د صنعا بازار ندی په نښه کړی. هغوی یو صنعتي مرکز په نښه کړی چې تاسو ته خبرداری درکړي."

روحاني سعودي او متحدینو ته یې وویل "له دغه برید نه پند واخلی او دې ته په سیمه کې د جگړې د رامنځ ته د امکان په توگه وگورئ"

د بشري حقونو ډلې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف بمبارد چې د ملکیانو سیمې یې په گنډوالې بدلې کړي غندلي او په نړۍ کې د بشر تر ټولو لوی ناروین بللی دی.

XS
SM
MD
LG