د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ سویلي کوریا سره د پوځي تمریناتو د 'پام وړ کمولو' امر کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دی "خوښ" نه دی چې هېواد يې له پخوا د سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمریناتو د کولو موافقه کړې ده.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اګست ۱۶مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "دا تمرینات نه یوازې ګران دي چې ډېره برخه لګښتونه د امریکا متحدو ایالتونو (لکه تل!) ورکړي، بلکې یو داسې هېواد ته یو بشپړ نامناسب او دښمنانه پیغام هم لېږي چې د ډونالډ جې ټرمپ په جمهوري ریاست کې بې ګواښه او بااحترامه پاتې شوی دی."

ولسمشر ټرمپ شمالي کوریا ته په اشارې لیکلي چې دی د هغه هېواد له رهبر کېم جونګ اون سره "ډېرې ښې" اړیکې لري.

د امریکا پوځ رسنیو ته ویلي ټاکل شوې چې د امریکا او د سویلي کوریا پوځيان په یو لړ ګډو تمریناتو کې برخه واخلي چې د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ [اګست ۱۷مه] پيل کېږي. دا لاڅرګنده نه ده چې پر دغو تمریناتو به د ولسمشر ټرمپ د تازه امر پایلې څه وي.

ټرمپ ویلي چې له سویلي کوریا سره د متحدو ایالتونو د پوځي تمریناتو د لغوه کولو لپاره "ډېر ناوخته" شوی او له همدې امله يې د جګړې وزیر، پیټ هېګسټ ته لارښوونه کړې چې له سویلي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه "د پام وړ کم کړي!"

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي چې ده "د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي بې وسلې کولو" په بهیر کې د سویلي کوریا د شاملېدو غوښتنه کړې وه خو د سویلي کوریا ولسمشر لي جاي میونګ دا غوښتنه ونه منله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG